The news is by your side.

بلوڅ مجاهدینو پنځلس پاکستاني پوځیان هلاک کړي

خبریال وېبپاڼه/ د بلوچستان په ددو بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د پوځ پر یوه پوسته او موټرو دوه جلا بریدونه شوي دي.
دغه چاودنې پرون ورځ رامنځته شوې دي، چې پکې شاوخوا پنځلس تن پوځیان هلاک شوي او تر لسو زیات نور مرګوني ټپیان دي.
لومړی بريد د دشت په نوک‌کور سيمه کې د پاکستاني پوځ پر دوو موټرو شوی چې دواړو اور اخيستی او پکې سپاره پوځيان بېخي له منځه تللي دي.
په پېښه کې د وژل شويو کسانو دقيق شمېر نه دی مالوم، خو ځينې سرچينې يې د لسو په شاوخوا کې ښيي.
هلته بيا د بلوچ ليبرېشن ارمي په نامه د بلوڅو د يوې ملتپالې ډلې وياند جييند بلوڅ د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د دوی ملګرو کړي دي.
بلوڅ ویلي چې ملګرو يې د بولان په مارګټ سيمه کې د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته حمله کړې ده او پکې ناست پنځه عسکر يې وژلي او يو شمېر نور يې ژوبل کړي دي.
دی وايي، ملګرو يې پوسته نيولې، وسلې او موټر يې ورڅخه بېولي او پوستې ته يې اور اچولی دی.
بلوڅ ویلي چې دا به د پاکستاني پوځ پر ضد لومړی او وروستی برید نه وي، بلکې په خبره یې تر هغو پورې به د پاکستان د جابر پوځ پر ضد وسله والو مبارزه کوي، څو چې یې د بلوڅانو له ځورونو لاس اخیستی نه وي.
هغه ویلي چې ملګري یې هره ګړۍ دې ته اماده دي چې پاکستاني پوځیان په نښه او د خپلو خلکو غچ ترې واخلي.
بلوڅ مجاهدینو کلونه د پاکستان د پوځ پر ضد وسله واله مبارزه شروع کړې چې وخت ناوخته سخته مرګ ژوبله ور اړوي او په ښکاره یې مسوولیت هم مني.
د دې هر څه ترڅنګ د پاکستان پوځ هم کرار نه دی ناست او د بلوڅ مجاهدینو د بریدونو په مقابل کې یې د بلوڅ قوم مشرانو، مېرمنو او ځوانانو ته په تېرو لسو کلونو کې نهایت زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
بلوڅ ملتپال په ازاد بلوچستان ټینګار کوي خو پاکستان نه غواړي چې بلوچستان له دغه هېواده جلا شي، ځکه بلوچستان د پاکستان تر ټولو غني ایالت دی، چې له پریمانه طبعي منابعو یې ټول پاکستان ګټه اخلي.

Comments are closed.