The news is by your side.

عالمان: د جګړې دوام له افغانانو سره ستره جفا ده

خبریال وېبپاڼه/ د کابل ښار دیني عالمان وايي، افغانستان کې د دولت او ملت پر وړاندې روانه جګړه د اسلام مقدس دین خلاف عمل او له افغانانو سره ستره جفا ده. 

دغه څرګندونې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو دیني عالمانو تېره ورځ په کورنیو چارو وزارت کې د دغه وزارت له چارواکو سره د روژه مات د مېلمستیا پر مهال کړې دي.

هغوی ویلي چې د افغانستان د نظام او خلکو پر وړاندې روانه جګړه د هېڅ دین، اصولو او اخلاقو له مخې جواز نه لري او باید ژر تر ژره ودرول شي.

دیني عالمانو د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کړی چې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره دې ژر تر ژره اوربند وکړي او نور دې خپلمنځي جګړه چې دواړو لوریو ته افغان او مسلمان انسان وژل کېږي، ودروي.

دوی دغه راز د وروستیو ترهګریزو بریدونو په ځانګړي ډول و د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې د وړمې ورځ برید شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او کورنيو ته یې د جمیل صبر دعا هم کړې ده.

همدارنګه هغوی د ټولنې د عمومي امن او نظم په تامین، د پوليسو، خلکو او منبر ترمنځ د واټن ختمولو او د بېلابېلو نورو برخو کې کورنیو چارو وزارت ته د همکاریو ډاډ ورکړی او دا یې د خپل ملي مسوولیت یاد کړی دی.

د جګړې په اړه د دیني عالمانو تر پورته څرګندونو څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو د کوچني اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او خپلو جنګیالیو ته یې لارښوونه وکړه چې یادو ورځو کې دې له هر ډول یرغلیزو بریدونو ډډه وکړي.

د افغان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا د طالبانو د دې ګام هرکلی وکړ او ویې ویل چې حکومت به هم ورته اقدام وکړي.

عام افغانان که څه هم دغه درې ورځني اوربند ته خوښ دي، خو ټینګار کوي چې تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې نور دایمي اوربند وشي او افغان وژنه دې ودرول شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی او ښکېلو اړخونو او عامو افغانانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

Comments are closed.

koi finance