The news is by your side.

د طالبانو ماین ۲۵ مسافر شهیدان کړي

خبریال وېبپاڼه/ زابل کې د طالبانو له لوري اېښودل شوي ماین د مسافرو پر موټر چاودنه کړې، چې په پایله کې یې ۴۱ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
محلي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته ویلي، چې یاده پېښه تېره شپه د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالي کې پر مسافر وړونکي«۴۰۴» ډوله موټر ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۲۵ مسافر شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د کندهار میرویس روغتون کارکوونکي هم وايي، چې د پېښې له ځایه ورته ۱۶ ټپیان ور وړل شوي، چې د ځینو هغو یې روغتیايي وضیعت د ډاډ وړ نه دی.
په ورته مهال بیا د پروان ولایت په مټک سیمه کې هم د ملکي وګړو پر موټر ماین چاودنه کړې، چې په پایله کې یې ۲ مسافر شهیدان شوي او ۹ نور ټپیان کړي.
طالبانو له افغان حکومت سره په جګړه کې د ملکي وګړو د تګ راتګ لویې لارې او عامه ځایونه هم په بمونو پوښلي، چې هر وخت یې قربانیان ملکي وګړي وي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو ړانده ماینونه عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، تر دې وړاندې هم ځلونه دغو ړوندو ماینونو عام خلک شهیدان او ټپیان کړي دي.
له دې ډلې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ وسله والو طالبانو په بشپړ ډول په ماینونو پوښلې وه چې چاودنو یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اوس هم یاده ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای دي، چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي او حتی د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نه شي وتلی.
د بشري حقونو خپلوا کمېسیون وار وار له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د ړندو ماینونو له لارې دې عام افغانان نه شهیدانوي، خو دغې ډلې لا هم دې برخه کې له نرمښت کار نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې طالب ډلې د کوچني اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، خو عام افغانان بیا وايي چې دغه اوربند باید دایمي شي.

Comments are closed.