The news is by your side.

د طالبانو اوربند ته د دولت عجبه غبرګون

خبریال ویب پاڼه/ تیر ماښام وسلوالو طالبانو د اختر په دریو ورخو کې له افغان دولت سره اوربند اعلان کړ چې د اختر له لومړۍ تر دریمې نېټې به دوام کوي تراوسه پوري افغان دولت اوربند نه دی اعلان کړی.

د طالبان له لورې دې اوربند ته پخوا دولت په اوربند ځواب ورکاوه خو سږ کال يې ویلي چې درې ورځنی اوربند حل لاره نه ده او باید طالبان دایمې اوربند لپاره لاره هواره کړي.

که څه ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو له لوري د اوربند په هکله څه نه دي ویلي خو د ملي روغې جوړي شورا مشر عبدالله عبدالله د طالبانو د اوربند اعلان ته غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې  له هېواده د جګړې او کړکیچه وتلو لپاره لنډ مهالی اوربند نه بلکې تل پاتی اوربند د بین لافغاني خبرو چټک والی او دایمي سولې پر لوري تلل دي ترڅو افغانان هوسايي وویني.

عبدالله عبدالله وویل په نورو اخترونو کې دولت یو اړخیزه اوربند اعلان کړ چې دا جګړې بندولو حل لاره نه ده او د افغانستان موضوع هیڅ پوځي  حل لاره نلري ځکه موږ او تاسو څو لسیزې ولیدل چې تاوتریخوالی د موضوعاتو کموالی نه بلکې د کړکیچ ډیروالي سبب کیږي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر له دې موقع څخه په استفادې سره وویل چې طالبان دي  د سولې له رامنځ ته سوې فرصته په ګټه اخیستلو سره د سولې او دایمي سولې لپاره کار وکړي.

وسلوالو طالبانو تیر ماښام په یوه بیان کې د اختر د دریو ورځو په مناسبت خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې یرغلیز بریدونه ونه کړي او دفاعي حالت کې و اوسي.

غیرګونونه

د افغان دولت دا غبرګون خو په ټولنیزو رسنیو کې که څه خلکو د اوږده اوربند هیله درلوده خو بیا یې هم د طالبانو له لوري د دې اوربند هرکلی وکړ او زیاته يې کړه چې د جګړې ښکېلې غاړې باید نور سولې کولو ته غاړه کښېږدي او له جګړې لاس واخلي.

دولت ته څه کول په کار دي؟

که څه هم  افغان دولت تراوسه د طالبانو اوربند ته په اوربند ځواب نه دی ویلی خو لازمه داده چې دولت هم ورته اقدام وکړي او د خلکو له غوښتنې سره سم عمل وکړي

Comments are closed.