The news is by your side.

باجوه کابل ته څه کوي او څه پیغام يې راوړی؟

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته راغلی او دلته يې د افغان ولسمشر په ګډون له مسؤلینو سره یو لړ لیدنې ترسره کړي.

باجوه څه کوي؟

مخکې له دې چې باجوه افغانستان ته راسي سعودي عربستان  ته هم تللی دی چې له ولسمشر  او نورو مسؤلینو سره به ووینې تر اوسه پوري د باجوه دسفر په هکله ویل سوي چې د باجوه د سفر موخه د افغان سولې بهیر کې د پآکستان رول ملاتړ، او نورو موضوعاتو خبرې دي چې دوی  به له خپله لوري ډاډ ورکړي.

پاکستان له افغانستان سره څومره رښتینی دی؟

تراوسه پوري کلونه تیر سول انقلابونه رامنځ ته سول خو افغانستان کې د دې ټولو بدلونونو سره سره پاکستان همهاغه یو لوری چې دښمني ده نیولی او تل يې په افغانستان کې د جنجالونو جګړو او دښمنیو پلوی کړې.

په دې وروستیو کې  داسې ښکاري چې طالبان او په ټوله د افغان سولې  موضوع له سیمه ییزې کچې وتوونکې او یوې نړیوالې دایرې ته تلوونکې ده چې د پاکستان له لاسه به هم ووزي له همدې امله پاکستان ژر تر ژره غواړي د افغان دولت سره اړیکي هم نورمالې کړي او له بله پلوه غواړي چې طالبان لاهم تر خپل فشار لاندې وساتي ځکه اوس د افغانستان موضوع ته ترکیه روسیه جرمني ننوتلي او پآکستان هیر کړل سوی دی خو پاکستان له خپل نفوسه او روله په کار اخیستلو سره غواړي یوه نوې لوبه ولوبوي.

افغانستان څه کول په کار دي؟

له دې سره چې پاکستان اعتراف کوي او زموږ کورته راځي او ډاډ راکوي چې موږ خواخوږي یو خو افغان حکومت باید د خپلو پالیسیو او هدفونو په هکله نړیوال فکر وکړي او پآکستان هومره چې مخکې  يې باله مهم ونه بولي اوس تقریبا د افغان سولې په هکله یوه نړیواله اجماع رامنځ ته سوې او افغانستان کولای سي له دې اجماع په استفادې بریا خپله کړي او پاکستان نور هم منزوي کړي.

پاکستان منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ لارې موندلو لپاره ښايي یوه قرباني حتمي ورکړي خو له یوه لوري يې طلبانو سره غوړې ژمنې کړې او له بله پلوه د خپل ځان ساتنې لپاره مجبوره دي چې افغانستان سره پر لاره ولاړسي.

Comments are closed.