The news is by your side.

٥ کلونو کې ٥٠٠ زره جریبه دولتي ځمکه استرداد شوې

خبریال وېب پاڼه/ د افغان حکومت په ځانګړې پاملرنې په تېرو پنځه کلونو کې د هېواد په کچه ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه استرداد شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي غصب شويو ځمکو د استرداد په موخه په دې وروستیو کې د ۱۵۸۳۲ تنو د دولتي ځمکو په غصب باندې د تورنو کسانو نوملړ چمتو کړی او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې استولی دی.

سربېره پر دې، افغان حکومت په یو بل اقدام کې د دولتي ځمکو د غصب د دوسیو د څېړلو په پار د هېواد په اته زونونو کې اختصاصي محاکم رامنځته کړي او د غصب شویو ځمکو د دوسیو د څېړولو لړۍ د دغو محاکمو له لارې پیل شوې.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د دولتي غصب شویو ځمکو د کره شمېرې د معلومولو په موخه د دولتي ځمکو ثبت پروسه پیل کړې او په تېر یو کال کې ۵،۵ میلیونه جریبه دولتي ځمکه سروې او په سیستم کې ثبت کړې ده.

د ابتدایي معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې یو میلیون او شپږ سوه زره جریبه دولتي ځمکه تر غصب لاندې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي غصب شویو ځمکو استرداد او د حکومت د اقتصادي او پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره د دولتي ځمکو څخه مؤثره او معقولې استفادې ته ژمن دی.

په افغانستان کې د دولتي ځمکو د غصب یوه جدي مسله ده.

د دولتي ځمکو بانک د پروګرام عملي چارې په ۲۸ ولایتونو کې د افغانستان د ځمکو د چارو تنظیم قانون د یوولسمې او دولسمې مادو او د جمهوري ریاست د ۶۶ حکم پر اساس روانې دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت چارواکي وايي، چې دغه وزارت په تېر یو کال کې د دولتي ځمکو د بانک د پروګرام له لارې په ۲۸ ولایتونو کې څلور مېلیونه اووه سوه زره جریبه دولتي ځمکه سروې او د ثبت په سېستم کې شامله کړې ده.

د دغه وزارت ویاند حشمت الله ناصري وايي چې په دغه شمېر کې ۳۷۰ زره جریبه په ننګرهار، ۲۳۸ زره جریبه په نیمروز، ۲۳۵ زره جریبه په کابل، ۲۳۰ زره جریبه، په بلخ ۲۱۷ زره جریبه، په پکتیا ۲۰۰ زره جریبه په کندز، ۱۹۸ زره جریبه په کندهار ۱۹۴ زره جریبه، په هرات او پاتې نوره ځمکه په شلو ولایتونو کې سروې او ثبت شوې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د معلوماتو پر اساس دغه وزارت په ټول افغانستان کې ۱۸۸۳۲ د ځمکو غاصبین پېژندلي او د دغې ډلې د ۱۵۸۳۲ تنو نومونه یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.