ډیورنډ ته څېرمه پاکستاني پوځیان هلاک شوي‌

خبریال ویب پاڼه د شمالي‌ وزیرستان مرکز میرانشا ته څېرمه د پاکستاني پوځ پر امنیتي پوسته وسله وال برید شوی چې پراخ تلفات یې اړولي دي .

په پېښور کې د خبریال ډاټ کام همکار اجمیر خان وايي چې حکومت د یوه پآکستاني پو ځي هلاکت او د دریو نورو ټپي کېدل تایدوي ؛ خو ځايي‌اوسېدونکو دا شمېرې لوړي ښودلې دي .

ځايي پوليس د پېښې پخلی کوي او وايي چې د پېښې وروسته علاقه امنيتي سرتيرو په خپله ولکه کې اخيستې، ګرځبنديز لګول شوی او د لټون عمليات روان دي.

امنیتي سرچينې وايي په بريد کې ژوبل شوي سرتيري د هيلي کاپټر د لارې د ميرانشا اېف ټي سي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

یوه ځايي خبریال زموږ همکار ته ویلي چې تر دغه برید وروسته پآکستاني عسکرو د توپکو خولې د کورنو پر لور ورګرځولې او پرله پسې ډزي یې کړي دي .

تر دم ګړیه د یوې ملکي ښځې ټپي کېدل هم تایید شوي دي چې د پآکستان د پوځ له لوري ویشتل شوې ده .

شمالي وزيرستان کې په روانه مياشت اپرېل کې دا درېم ځل دی چې پر پآکستاني  پوځ مرګوني‌ بريدونه کيږي.

په ۱۳م اپرېل  شوي برید کې یو پوځي سرتېري او په نښته کې دوه ترهګر هلاک شوي وو.

په ۱۱م اپرېل د پاکستان پوځ ویلي وو په ذاکر خېل سیمه  کې عمليات کړي او په نښته کې اووه ترهګر او دوه پوځيان هلاک شوي وو.

له دغې پېښې درې ورځې وړاندې پوځ په شمالي وزيرستان او مومندو کې د اووه ترهګرو د وژلو ادعا کړې وه.

د مومندو او شبقدر ترمنځ علاقه کې يو تن وژل شوی

د تېري شنبې په ورځ د مومندو او شبقدر ترمنځ پرته علاقه کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې يو تن وژل شوی وو.

ډېری په دې باور دي‌ چې پآکستانی پوځ یو ځل بیا قبایلي سیمې نا ارامه کول غواړي او هڅه یې داده چې هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ وځپي .

خو د پښتون ژغورنې (پي ټي ایم) غورځنګ بیا بیا دا خبره کړې چې د پښتنو له سیمو دي‌ جګړه ټوله کړل شي او نور به پښتون قوم د هیڅ نیابتي جګړې برخه نه وي .

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More