The news is by your side.

په غور کې د غر ښویېدنې له امله مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېب پاڼه/د غور ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د غر ښویېدنې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې د غر ښویېدنې له امله دری کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. په دغه پېښه کې ۶ مېرمنې او یو ماشوم وژل شوي او څلور نور کسان ټپیان دي.

تر دې وړاندې په پنجشیر کې هم د غر او واورې ښویېدنې له امله ځینې کورونه، یو جوماعت او دوې هټۍ زیانمنې شوې وې خو چا ته په کې د سر زیان نه و اوښتی. په دغه پېښه کې دوه موټر هم ویجاړ شوي وو.

د هېواد په ګوټ ګوټ کې په پسرلني موسم کې ډېرې طبیعي پېښې را منځته کېږي چې یوه لویه برخه یې د درنو بارانونو او سېلابونو د را وتلو له امله وي.

تېره اونۍ په کاپیسا کې هم د سېلابونو له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي وو. په دغه پېښه کې د کاپیسا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکو ویلي وو چې په دغه ولایت کې د وروستیو بارانونو او اورښتونو له امله را وتلو سېلابونو ۱۸۳ د استوګنې کورونه او شاوخوا ۶۵۰ هکتاره زراعتي ځمکه زیانمنه کړې ده.

د هوا پېژندنې ادارې هم تېره اونۍ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او اورښتونو له امله د سېلابونو د را وتلو خبرداری ورکړی ؤ. په دغه ولایتونو کې کابل، هرات، بادغېس، فراه، غور، ډایکونډي، ارزګان، فاریاب، وردګ، جوزجان، سرپل، بلخ، بامیان، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان، پنجشیر، غزنی، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، خوست، پکتیا، لوګر، کنړ او نوریستان شامل وو.

تر هغې د مخه په لغمان کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي وو.

هر کال په افغانستان کې د سېلابونو له امله ګڼ کورونه او د حاصلاتو ځمکې زیانمنې کېږي. دولت هم ډېری سیمو ته د نا امنیو له امله مرستې نه شي رسولی.

افغانستان یو غرنی هېواد دی چې ډېری وګړي په لرې پرتو سیمو او ښارونو کې د غرونو په لمنو کې اوسېږي خو د دوی د ژوند لپاره نه د دولت او نه هم د پېښو پر وړاندې د مبارزې له ادارو څخه کومې لازمې لارښوونې کېږي. په غور کې هم د را منځته شوې پېښې قربانیان د غره په لمن کې کورونه لرل چې د غر ښویېدنې له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

د غور د والي ویاند هم دغه پېښه تائیدوي. دوی وایي چې پېښه پرون سهار شاوخوا ۹ بجې را منځته شوې ده او زیاتوي چې ډېر ژر به زیانمنو شویو کورنیو ته مرستې ور ورسول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.