The news is by your side.

ګوګل هره ورځ د دوکه بازانو برېښنالیکونه تړي

خبریال وېب پاڼه/ګوګل په خپل یوه تازه بیان کې د هغو برېښنالیکونو د تړلو خبرداری ورکړی، چې خلک پرې دوکه کوي.

د دغې مشهورې انټرنیټي شبکې اداره وایي هره ورځ شاوخوا ۱۸ ملیونه برېښنالیکونه د غولوونکو او دوکه بازانو لخوا استول کېږي. د کرونا وبا په راتګ او په کورونو کې د نړیوال کرنتین له امله دا ډول نا ببر کارونه زیات شوي دي.

تر دې د مخه ځینو نورو انټرنېټي شبکو هم د ورته ستونزو راپور ورکړی ؤ. د کویډاـ۱۹ په خپرېدو سره د نړۍ په لوړه سلنه هېوادونو کې ملتونو ته د کور په تم کېدو لارښوونې وشوې چې ځینې هېوادونه دغه امر په خورا جدي توګه پلی کوي.

د همدې روانې اپریل میاشتې په پیل کې هېکرانو د کرونا وبا په هکله ځینې سایټونه چې معلومات یې خپرول، هک کړل او د خلکو اندېښنې یې لا پسې زیاتې کړې.

کویډاـ۱۹ تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان لخوا نړیواله وبا اعلان شوه چې د امریکا په ګډون د ځینې هېوادونو لخوا د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس پر وړاندې د بېغورۍ له امله تر سختو نیوکو لاندې هم راغی، تر دې چې امریکا دغه سازمان ته خپلې مرستې هم وځنډولې.

ګوګل شرکت هم مني چې د کرونا وبا په خپرېدو سره د دغه شرکت له لارې په جوړو شویو برېښنالیکونو کې د دوکه بازۍ او غولولو بدمرغۍ زیاتې شوې دي او همدې ستونزو ته په کتو یې پرېکړه کړې جعلي اکنټونه به بندوي.

دغه برېښنایي بریدګر هڅه کوي د شخصي معلوماتو د ترلاسه کولو په لړ کې کاروونکي دوکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په معمولي توګه ګوګل هره ورځ تر لس ملیونه پورې دوکه ورکوونکي او تېر اېستونکي ایمېلونه باک کوي. د ګوګل کمپنۍ په وینا په هرو ۵ برېښنالیکونو کې یو یې د کرونا وي.

د ټکنالوژۍ ټولې کمپنۍ ادعا کوي چې اوس مهال کرونا وبا د معلوماتو لپاره تر ټولو ستره سرچینه ده چې انټرنېټ یې وړاندې کوي نو ځکه هېکران هڅه کوي ځانته په کې غیر مشروع ګټې وټې ولټوي.

ګوګل په خپل بیان کې وایي اوس ډېری هېکران هڅه کوي خلکو ته داسې معلومات واستوي چې ځینې لېنکونه یط په کې اچولي وي او د ډانلوډ کولو په صورت کې یې ورته غولوونکې خبرې کړې وي، په دې کې د روغتیا نړیوال سازمان او ځینو نورو خیریه بنستونو په نوم ډېر جعلي معلومات ورکوي او خینې وخت د جوایزو او نورو ورته موضوعاتو په نوم د برېښنالیکونو کاروونکي دوکه کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.