The news is by your side.

چین:‌ دسولې خبرې دې دافغانانو په مشرۍ وشي

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې خبرو بهیر کې د ملګرو ملتونو سازمان پر ډېرې ونډې ټینګار

ملګرو ملتونو سازمان کې د چین دایمي استازی وایي، د سولې خبرې باید ټول ګډونه او د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

چین د افغان سولې خبرو بهیر کې د ملګرو ملتونو سازمان پر ډېرې ونډې ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو سازمان کې د چین دایمي استازي د افغان سولې بهیر کې پرمختګ څخه هرکلي سره ویلي چې دغه هېواد د افغان سولې بهیر کې د ملګرو ملتونو سازمان له ډېرې ونډې ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان کې د چین دایمي استازي ویلي چې د افغان سولې خبرو بهیر کې یو تاریخي فرصت رامنځته شوی او باید دغه خبرې ټول ګډونه او د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

بل لوري د اروپايي ټولنې دایمي استازي پیری مایدون ویلي، عبدالله عبدالله سره یې پر سیاسي موضوګانو، سولې بهیر او کوویډ نوولس ناروغۍ په اړه خبرې کړې دي.

د اروپایي ټولنې استازی، د افغانستان ټولو سیاسي ځواکونو ترمنځ د بیړنۍ هوکړې غوښتونکی شوی دی.

افغانستان کې د بحران پر رامنځته کولو د امریکا تورنېدل

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، امریکا د افغانستان د سیاسي ناورین په زياتوالي کې لاس لري.

روسیه امریکا افغانستان کې د سیاسي ناورین پر زیاتوالي تورنوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې افغانستان کې د واک سیاسي ناورین پر هواري ټینګار سره ویلي، چې امریکا د افغانستان سیاسي ناورین زیاتوالي کې لاس لري او له نړیوالو کلیدي لوبغاړو غواړي چې د اوسني ناورین ماتولو لپاره هڅه وکړي.

له دې سره هم مهاله، د عبدالله عبدالله ویاند د ارګ او سپیدار ماڼیو د سیاسي کړکیچ هواري لپاره د یوې طرحې له وروستۍ کیدو خبر ورکوي او وایي، دواړه لوري انعطاف منلو ته چمتو شوي او ښایي نږدې راتلونکي کې یوه سیاسي هوکړه رامنځته شي.

د افغان حکومت بندیان چې د طالبانو له خوا خوشې شوي دي، تېره یوه میاشت کې د دغې ډلې له خوا برمته شوي وو.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، د هغو شپېتو کسانو په منځ کې چې دریو پړاوونو کې د دغلې ډلې له خوا له بنده خوشې شوي دي، د کرنې وزارت د درو کارکوونکو په ګډون نږدې څلویښت کسان یې، ملکي او ښکته عمر لرونکي دي.

د ملي امنیت شورا له ملګرو ملتونو، سرې میاشتې او بشر حقونو له بنسټونو غواړي څو طالبان اړ باسي ملکي او ښکته عمر لرونکي کسان چې په بند کې لري، خوشې کړي.

هم مهاله، امریکا په پام کې لري افغانستان کې د سي آیي اې فعالیتونو کې کموالی راولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance