The news is by your side.

سېلابونو او اورښتونو ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېب پاڼه/ د هېواد پنځلسو ولایتونو کې مرګوني سېلابونه او اورښتونه.

د وروستیو اورښتونو او سېلابونو په پایله کې ٥٥ کسان مړه شوي او ٣١ نور کسان هم ژوبل شوي دي.

د هېواد پنځلسو ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند تمیم عظیمي وایي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو په پایله کې ۵۵ کسان مړه شوي او یو دیرش نور یې هم ژوبل شوي دي.

له دې سره بیا د ننګرهار ،کونړ، غور او پنجشېر ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو، غره ښویدنې او سیلابونو راوتلو له امله ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیان اوښتی.

په ورته وخت کې په غور کې سیمه اییز چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ د تالک ولسوالۍ د خواجه سیمین په کلي کې د ځمکې ښویدنې له امله اوه ښځې او یو ماشوم مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د غور د والي ویاند خاضع وايي چې دا پېښه پرون سهار په نهو بجو د تالک ولسوالۍ د خواجه سیمین په کلي کې رامنځته شوه.

غور یو له غرنیو ولایتونو څخه دی، چېرې چې ډېر اوسیدونکي یې په غرونو کې یې په غیر معیاري ډول خپل کورونه جوړ کړي دي.

بل خوا تېره ورځ کونړکې د چت راپرېوتو له امله ۶ تنه مړه شوي او د کونړ ولایتي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د ډېرو اورښتونو له امله شاوخوا ۶۵ کورونه قسمي تخریب شوي او د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او درې کسان ټپیان دي.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وړم ماښام رسنیو ته ویلي، د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي.

مړو شویو کې د دغې کورنۍ مشر دهغه مېرمن، درې لوڼې او یو زوی شامل دي.

دغه راز غني مصمم وايي، تېره ورځ د کونړ مرکز اسعداباد ګوروګام سیمه کې هم د یوه کور چت راغورځېدو پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي ټپیان شوي وو.

دمصمم په خبره دې ولایت کې ورستیو ورښتونو له امله شاوخوا ۶۵ کورونه قسمي زیانمن شوي او دوه بشپړ ویجاړ شوي دي.

دی وايي، ټولو سیمو ته یې ټیمونه خلکو سره د مرستو په پار لېږلي دي.

ننګرهار ولایت کې هم سختو اورښتونو زيانونه اړولي.

ننګرهار کې د اورښتونو له امله يوه ماشومه وژل شوې او ګڼ شمېر کورونه او ځمکې تخريب شوي دي.

د دې ولايت نازيانو ولسوالۍ اړوند غربي ملاخېلو سيمه کې تېره شپه د سختو اورښتونو له امله د زيار محمد په نوم يو تن کور کې د خونې چت پرېوتو په پېښه کې يوه نهه کلنه ماشومه وژل شوې ده.

بل لور ته په شينوارو ولسوالۍ کې يو لوی د اوبو کارېز، په دره نور، هسکې مېنې، لعلپورې، مومندرې او يو شمېر نورو سيمو کې ګڼ شمېر کورونه او ځمکې تخريب شوي، چې ور سره مالي زيانونه هم لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.