fbpx

له ډیورنډه د لاجوردو تر لارې پورې

موږ داسې خلک یو چې هر څه راته ټوکې ښکاري. د جلغوزیو پر صادراتو مو ملنډې ووهلې. پر هوايي دهلېزونو مو ریشخند وهو. چابهار ته خیالي پروژه وایو. دا دی اوس د لاجوردو لارې راته دخيله خندۍ موضوع شوې ده.

د لاجوردو د لارې، هوايي دهلېزونو او چابهار د بندر په څېر اقتصادي پروژې د ډیورنډ د کرښې سره مستقیمې اړیکې لري. همدا چیغې وهو چې پنجاب پر ډیورنډ کرښې د اغزن مزي په تېرولو سره پښتانه عملاً په ملا مات کړل. دلته مشکل دا دی چې پېړۍ ۲۱مه ده خو زموږ ذهنونه، تصور او جهانبیني لا اوس هم د ۲۰مې پېړۍ د سیاست او نړیوالو اړیکو د ورستو او ایکسپایر شوو تیوریانو پر اساس کار کوي. په دې څو کرښو کې به یې په لنډ ډول د ۲۰مې او ۲۱مې پېړۍ د سیاستونو ترمېنځ توپیر ته د اشارې ترڅنګ د پنجاب لخوا پر ډیورنډ د اغزن دېوال د جوړولو مسئلې او د لاجوردو د لارې په څېر د اقتصادي پروژو ترمېنځ پر اړیکو بحث وکړو.

۱ – په ۲۰مه پېړۍ کې د نړیوالو اړیکو اساس جغرافيي سرحدونه او پیاوړی وسله وال پوځ و. یعنې چې د هر هېواد مساحت به څومره زیات و او وسله وال پوځ به یې پیاوړی و، هغه به پر نورو راج چلولو. کوچنیو او کمزورو هېوادونو  به هڅه کوله چې ځان د پیاوړو زبرځواکونو ملګرى کړي تر څو د نورو له شره په امان کې پاتې شي. د ۲۱مې پېړۍ اوله نیمايي په استعمار کې او دویمه نیمايي یې د شوروي – امریکا په مشرۍ په دوه قطبي نړۍ کې تېره شوه.

۲ – په ۲۱مه پېړۍ کې د نړیوالو اړیکو اساس بیا کلتور او اقتصاد دی. ټیکنالوژیک انقلاب او ګلوبلایزشن د هېوادونو ترمېنځ د سرحدونو ارزښت له منځه یووړ. د پیاوړې اردو ځای بالیستیکي توغندیو ونیولو چې زرګونه کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي. په ۲۱مه پېړۍ کې د ډیورنډ پر کرښه اغزن دېوال باید د کلتور او اقتصاد په چارچوب  کې تحلیل شي. نه د جغرافیې یا خاورې پر اساس. نو په دې اساس:

له اقتصادي اړخه  چابهار، هوايي دهلېزونه، د لاجوردو لار او ورېښمو لارې او ترانس یورېشیا پروژې د پنجاب له اقتصادي هژمونۍ زموږ د خلاصون طلایي فرصتونه ده. افغانستان هڅه کوي چې پر هېواد د پاکستاني صادراتو او وارداتو انحصار مات کړي. چې کله هم په تمامه معنا بریالی شو پنجاب به په خپله خوښه اغزن دېوال لرې کړي. ځکه بیا به افغانستان ته محتاج وي.

له کلتوري اړخه د پولې د دواړو غاړو پښتنو ترمېنځ اړیکې د اغزن دېوال په واسطه نه شلېږي. په ۲۱مه پېړۍ کې که په کوزې پښتونخوا کې د پښتون پر سر درد شي نو په کابلمېشتې پښتون یې سمدستي احساسوي. ښه بېلګه یې د “پښتون ژغورنې غورځنګ” دی. اوس د پولې د دواړو غاړو پښتانه سره دومره نږدې شوي چې د اغزن دېوال پر ځای د چین دېوال هم جوړ کړې سره جلا کېږي نه. د منظور پښتین لخوا په خپله وینا کې له مېرویس نېکه او احمدشاه بابا یادونه تصادف نه دی. د دې دواړو غاړو پښتنو تقدیرونه سره یو شوي او تقدیر په اغزنو دېوالونو نه  بېلېږي.

د کلتور تر ټولو مهم شاخص ژبه ده. که ژبه رشد وکړي خلک سره نږدې کېږي. ټېکنالوژي دې خیر یوسي د کوزې پښتونخوا پرګنې نور د پنجاب د ژبې او علم له انحصاره په خلاصېدلو دي. په خوست کې د پاچا خان پوهنتون، په ننګرهار کې اسلامي نړیوال پوهنتون، په  نورستان کې پوهنتون او د هېواد نور پوهنتونونه به په راتلونکې کې د پښتونخوا د ځوانانو د زده کړې مرکزونه وي. کلتوري راکړه ورکړه به د همدې لارې تامېنیږي. اوس د پولې د دواړو غاړو پښتنو سیاسي ګټه او تاوان شریک شوی دی. د دې ترڅنګ که چېرې د دوی اقتصادي ګټې هم مشترکې شي نو بیا تاسې وګورئ اغزن دیوال یې څنګه مخه نیسي؟

پنجاب هم په دې ښه پوهېږي چې اغزن دېوال د پښتنو د حساسیتونو د راپارولو پرته بله هېڅ کومه ګټه نه لري. دا د رواني جنګ یوه مهمه وسله ده او پښتون خو جنګ ته پرېږده. زه پوهېږم دا پورتنۍ څو کرښې هم ځينو ته ریشخند ښکاري. د دوی د ذهن او تصور چارچوب دومره پراخ نه دی چې دا ډول موضوعات درک کړي. ځکه خو د لاجوردو پر لارې ملنډې وهي. ځکه خو باید قدرت داسې نسل ته انتقال شي چې د معاصر تاریخ جهانبيني ولري.

ځیني موضوعات داسې وي چې د یوې جلا زاویې نه باید ورته وکتل شي.

ليکوال : ايمل جلال