The news is by your side.

پاکستان په یو وخت امریکا، افغان دولت او طالبان څنګه خوشحاله ساتلي؟

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان د طالبانو افغان دولت او امریکا ټولو سره د ښو اړیکو لوبولو په درشل کې دی دا چې ولې او څنګه نو دې ته یوازنی ځواب د افغانستان اوسنی حساس حالت په ګوته کیږي.

افغانستان د تیر شل کلن کړکیچ مزه څکي ډیری فکرونه وايي چې حالات به تر دې هم خراب سي او ډيری داسې اندونه دي  چې افغانستان به یوې اساسي او هوسا مرحلې ته رسیږي خو اټکل کول ګران دي.

له افغانستانه د ټولو بهرنیو سرتیرو په وتلو سره په افغانستان کې د هرڅه یو نوې فصل پرانستل کیږي او په دې سره سیمه ییز هېوادونه او ګاونډیان کوښښ کوي چې ځانونه په ښه یا بد حالت کې دخیل کړي ترڅو یې افغانستان کې ونډه اخیستې وي د افغانستان  د کیسې تر ټولو مهم لوبغاړی پاکستان دی چې غواړي د ځان ژغورنې لپاره جګړه، سوله ښې اړیکي نړیوال باور ترهه ګري او ټوله ولوبوي ترڅو یوه یې نتیجه ورکړي.

پاکستان څه کوي؟

پاکستان درې اړخیزه لوبه کوي طالبان خو یې له وړاندې ساتلي تجهیز او اکمال کړي او ان پاکستان د طالبانو د کور حیثیت لري افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وویل چې د پاکستان تر ولکې لاندې ښارونو کې طالبان درې فعالې شورا وي لري پاکستان د طالبانو  منظیم سیستم مخ ته بیايي او همدارنګه دا ډله تجهیز او اکمالوي خو د افغانستان د دې نظريي سره سره پاکستان بیاهم له افغانستان سره د ښو او عادي اړیکو رامنځ ته کولو درشل کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې او خپل لوی درستیز خاص استازی یې افغانستان ته لیږلي ترڅو د افغان دولت باور هم لاس ته راوړي په ورته وخت کې پاکستاني لوی درستیز ډاډ ورکړی چې نور د طالبانو د امارت پلوی نکوي او راتګ يې د دوی په ګټه نه دی خو طالبانو ته یې ډاډ ورکړی چې امارت به بیا راځي او یاهم به طالبانو تاسو راځئ ځکه تر ټولو يې همدا لویه شاهدي ده چې دوی طالبان تراوسه ساتلي.

په ورته وخت امریکا سره هم ورته لوبه لوبوي امریکا چې په دې سیمه کې یې یوازنۍ ستونزه همدا افغانستان دی  له تیرو شلو کلونو را په دې خوا په ګرمه جګړه بوخته وه او اوس يې تکل کړی چې دا اوږده جګړه پای ته ورسوي او له یوې بلې لارې حل پیدا کړي تراوسه پوري د امریکا هیڅ طرحه بریالۍ سوې نه ده چې لامل يې  همدا پاکستان دی پاکستان امریکا ته د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ په ډاډ ورکولو تیر ایستلې او هره ورځ ورته نوې نوې ژمنې ورکوي چې په دې سره يې تراوسه درې اړخیزه لوبه خورا ښه او روانه ساتلې او لاهم دوام ورکوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې  پکښي وژل سوي تر افغانانو ډیر یې پاکستانیان دي چې په دې سره ښه جوتیږي چې پاکستان ان د جګړې تر ډګره خپله مداخله غځولې او له طالبانو سره لاهم ژوره خواخوږي لري.

پاکستان ته کوم خطرونه مواجې دي؟

که څه هم پاکستان به تراوسه ځان برلاسی بولي خو د دې هېواد ګټو ته خطرونه هم مواجې دي او نور به دوام و نه کړي، لومړی دا چې پاکستان ښايي په سولې کولو طالبان له لاسه ورکړي ځکه د طالبانو په پخواني مشرتابه کې هره ورځ بدلون راتلوونکی دی، دویم کټګوري دا ده چې امریکا نوره ستړې سوې او د یوه عملي او رښتنیي عامل په لټه کې ده، دریم د پخوا په پرتله اوس د افغان دولت سیاست د پاکستان په وړاندې تغیر کړی او څه غوندي جدي سوی دی که چیري پاکستان ټولې ګټې ځان ته خوښوي نو لیري نه ده چې زیان به هم ګوري

Comments are closed.