The news is by your side.

عبدالله له غني خفه دی

خبریال ویب پاڼه/ د عبدالله او غني ترمنځ د تر سوي سیاسي توافق یوه کال پوره سو خو داسې  ښکاري چې د دې توافق ډیری برخې  نه دي عملي سوې او له همدې امله عبدالله خفه دی.

د ۱۳۹۸ لمریز کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته چې کله بیا هم د عبدالله او غني ترمنځ په دولتي کچه لويي ناندرۍ رامنځ ته سوې د ۱۳۹۹ لمریز کال د ثور میاشتي په ۲۷ نېټه هغه مهال د دواړو لورو ترمنځ یو سیاسي توافق رامنځ او ستونزې حل سوې.

خو اوس چې د دې توافق څخه یوکال تیریږي بیاهم د سیاسي جوړجاړي او توافق مواد په سمه توګه نه دي عملي سوي چې په هکله یې غبرګونونه هم موجود دي.

په دې هکله د افغانستان د ملي روغي جوړې عالي شورا ویلي چې  د توافق هغه برخې چې د کابینې  ۵۰ سلنه غړو معرفي کول او د ملي روغي جوړې شورا د عبدالله په مشرۍ جوړیدل دي عملي سوی خو د دولت د مشرتابه شورا د مقررۍ په برخه کې د ولایتونو، سنا، سفارتونو، معینیتونو او داسې نور موضوعات تراوسه پاتي او د دوی کسان لاهم تراوسه ورته نه دي معرفي سوي.

په وړاندې سویو مالوماتو کې راغلي که د توافق ټولې برخې عملي سوې وای نو ښايي چې اوسني جنجالونه او ستونزې به هم نه وای تر اوسه پوري د غبرګون خبره نه ده سوې چې د دې مواردو په نه عملي کولو سره به عبدالله او یا يې هم ملګري څه وکړي او نه هم ارګ تراوسه پوري په دې اړه کوم تصمیم نیولی.

له تیري دورې ملي یوالي  حکومت وروسته کله چې اشرف غني یوځل بیا نوماند سو نو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې يې وویل چې له بریا وروسته هیڅ راز سیاسي جوړجاړي ته تیار نه دی خو کله چې عبدالله د نه منلو په رامنځ ته کولو پيل وکړ نو غني له خپلو ژمنو او د ده له انده له سرو خطونو تیر او له عبدالله عبدالله سره یې د ملي یوالي حکومت په څیر یو بل سیاسي جوړجاړی وکړ چې د خلکو له نیوکو سره هم مخ سو تراوسه پوري لاهم په دولت کې ستونزې سرپرستان او خپل منځي اختلافات هغه څه دي چې حکومت بریا ته نه پریږدي

Comments are closed.