The news is by your side.

وارخطا پاکستان افغان سفير احضار کړ

خبريال ويب پاڼه/ وارخطا پاکستان افغان سفير احضار کړپاکستان څه وکړل په دې مهم وخت کې بايد ځان اړين او مهم کړي تر څو د افغانستان په هره مسله کې خپله ونډه واخلي.
په دې وروستيو کې د يو شمېر افغان چارواکو توندې خبرې د پاکستان پر وړاندې جدي دريځ د دې لامل سوی چې پاکستان وارخطا او په حتمي ډول يو څه وکړي.
پاکستاني دولت ډ خپلو موخو او سينې سړولو لپاره دې هیواد کې افغان سفير احضار کړی او د خپلې وارخطايي مراتب يې ورته وړاندې کړي دي.
تراوسه که څه هم افغان دولت په دې اړه څه نه دي ويلي خو په دې وروستيو کې د يو شمېر افغان چارواکو څرګندونې او جدي دریځ د پاکستان د غوسې سبب سوی.
د افغانستان سفير نجيب الله علي خيل ته د پاکستان له لوري د يو شمېر افغان چارواکو د جدي غبرګون او څرګندونو له امله ژوره اندیښنه او رسمي احتجاج سوی.
په ورته وخت دپاکستان بهرنيو چارو وزارت هم په خپله یوه اعلامیه کې ويلي چې د افغان چارواکو د وروستیو څرګندونو په هکله چې د پاکستان په اره يې کړې خپلې اندیښنې شريکي کړې.
که څه دوی داډول حقیقت خبرې عيري مسوولانه او له حقيقته ليري بللې خو هرڅه حقيقت دي.
دوي ويلي دا ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د خراب والي او باور له منځه تللو سبب کيږي.
تراوسه پوري د افغان حکومت له لوري په دې اړه څه نه دي ويل سوي خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په ننګرهار ولایت کې د پاکستان پر ضد توندې څرګندونې کړې او له هغه وروسته پاکستان غبرګون ښودلی.
افغان ولسمشر هم پاکستان له طالبانو سره په اړيکو ا
د هغوی په تجهيز او ملاتړ تورن کړی پاکستان يوازي خپله لوبه لوبوي او غواړي چې
پاکستان درې اړخیزه لوبه کوي طالبان خو یې له وړاندې ساتلي تجهیز او اکمال کړي او ان پاکستان د طالبانو د کور حیثیت لري افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وویل چې د پاکستان تر ولکې لاندې ښارونو کې طالبان درې فعالې شورا وي لري پاکستان د طالبانو منظیم سیستم مخ ته بیايي او همدارنګه دا ډله تجهیز او اکمالوي خو د افغانستان د دې نظريي سره سره پاکستان بیاهم له افغانستان سره د ښو او عادي اړیکو رامنځ ته کولو درشل کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې او خپل لوی درستیز خاص استازی یې افغانستان ته لیږلي ترڅو د افغان دولت باور هم لاس ته راوړي په ورته وخت کې پاکستاني لوی درستیز ډاډ ورکړی چې نور د طالبانو د امارت پلوی نکوي او راتګ يې د دوی په ګټه نه دی خو طالبانو ته یې ډاډ ورکړی چې امارت به بیا راځي او یاهم به طالبانو تاسو راځئ ځکه تر ټولو يې همدا لویه شاهدي ده چې دوی طالبان تراوسه ساتلي.

په ورته وخت امریکا سره هم ورته لوبه لوبوي امریکا چې په دې سیمه کې یې یوازنۍ ستونزه همدا افغانستان دی له تیرو شلو کلونو را په دې خوا په ګرمه جګړه بوخته وه او اوس يې تکل کړی چې دا اوږده جګړه پای ته ورسوي او له یوې بلې لارې حل پیدا کړي تراوسه پوري د امریکا هیڅ طرحه بریالۍ سوې نه ده چې لامل يې همدا پاکستان دی پاکستان امریکا ته د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ په ډاډ ورکولو تیر ایستلې او هره ورځ ورته نوې نوې ژمنې ورکوي چې په دې سره يې تراوسه درې اړخیزه لوبه خورا ښه او روانه ساتلې او لاهم دوام ورکوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی چې پکښي وژل سوي تر افغانانو ډیر یې پاکستانیان دي چې په دې سره ښه جوتیږي چې پاکستان ان د جګړې تر ډګره خپله مداخله غځولې او له طالبانو سره لاهم ژوره خواخوږي لري.

Comments are closed.

koi finance