The news is by your side.

ميلر: امريکايي ځواکونه اوس هم افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته کوي

خبريال ويب پاڼه/ افغانستان د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې امريکايي ځواکونه اوس هم افغان ځواکونو سره مرسته کوي.
هغه له درې ورځني اوربند وروسته د طالبانو له لوري د احتمالي بريدونو او خطرونو په هکله وويل چې طالبان ښايي د ولایتونو پر مرکزونو بريدونه ترسره کړي.
هغه وويل ښايي د تاوتريخوالي کچه لوړه او طالبان د ولایتونو پر مرکزونو بريدونه وکړي.
د ده له انده دوی به د تاوتريخوالي د کچې ټيټوالي لپاره خپلې هڅې روانې وساتي ترڅو جګړې لږ سي.
نوموړي وويل اوس د دې وخت رارسیدلی چې بايد افغان ځواکونه په خپلو پښو ودريږي او جګړه وکړي.
ميلر د امريکايي ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته اوس هم د مرستې خبره تايد کړه.
موده وړاندې هلمند کې چې کله طالبان د لښکرګاه ښار ته نژدې سوي وو، امريکايي ځواکونو پر طالبانو بريدونه وکړل چې په هکله طالبانو کوم غبرګون و نه‌ښود.
د روانې مي مياشتې له لومړۍ نیټې را په دې خوا داسې فکر کيده چې طالبان به په افغانستان کې پر ميشتو بهرنيو سرتيرو هم بريدونه وکړي خو تراوسه ۱۷ ورځې تيريږي لاهم طالبان د امريکا او نورو بهرنیو سرتیرو په وړاندې چپ پاتي دي خو هره ورځ په جګړو او نښتو کې چې د طالبانو له لوري ترسره کيږي لسګونه افغانان ژوند له لاسه ورکوي.
طالبان امریکا د يوه تړون په ترڅ کې وويل چې د روانې مي مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې بايد ټول سرتيري وتلي وي خو امريکا له هغې هوکړې په سرغړونه د خپلو سرتیرو ماموریت اوږد کړ.
طالبانو هغه مهال لوی ګواښونه وکړل او ډيري ويري موجودي وې خو تراوسه پوري پر هيڅ بهرني ډز نه دی سوی او نه هم ورته زيان او وښتی.
آمريکا ژمنه ده؟
تراوسه پوري څرګنده هم نه ده چې امريکا به څه وخت له افغانستانه وزي او نور به پر طالبانو بریدونه نکوي خو طالبانو ويلي په پوره ژمنتيا يې پر امريکايانو او بهرنيو ځواکونو بريدونه نه دي کړي، ولې له افغان ځواکونو سره يې جګړه جهاد او ادامه به ورکوي.
تراوسه پوري لاهم امريکا نه ده وتلې او تازه يې ويلي چې په جګړو کې لاهم امريکايي ځواکونه د افغان ځواکونو مرسته کوي.
د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې نا امنۍ د خلکو د اندېښنې باعث سوې او غوښتنه کوي چې جګړه ودرول سي.
ويل کيږي چې طالبان له جګړې د سولې لورته ته ګرځيدلي او له افغان دولت سره د جدي مذاکراتو په لټه کې دي تراوسه نه دي ويل سوي چې مذاکرات به څه وخت پليږي خو د طالبانو له لوري د ترکيې کنفرانس کې ګډون داپه ګوته کوي چې پرې فشارونه زیات سوي دي.

Comments are closed.