The news is by your side.

اوږد کار مو ژوند له خطر سره مخ کوي

خبریال وېبپاڼه / که څه هم پرله پسې کار او ذهني ستړتیا تر دې وړاندې هم د انسان لپاره زیان اوښتونکې او ان وژونکې بلل شوې وه، خو د روغتیا نړۍوال سازمان اوس تازه په دې اړه یو راپور نشر کړی دی. 

دغه نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې په کلني ډول زرګونه کسان د اوږده کار له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا په اوږد مهاله ناروغي اخته کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د کورونا وبا له کبله ښایي دا وضعیت نور هم خراب شي او د ناروغانو شمېر څو چنده شي.

د یاد سازمان د څېړنې پر اساس په هرو لسو کسانو کې یو کس په اونۍ تر ۵۵ ساعته ډېر کار کوي.

دا رپوټ د خپلې بڼې لومړنۍ نړیواله څېړنه ده او له پایلو یې جوته شوې چې په ۲۰۱۶ کال کې ۷۴۵۰۰۰ کسان د عصبي ټکان یا د زړه ناروغیو له کبله مړه شوي وو،‌ او لامل یې ورځ کې له اندازې ډېر کار کول ښودل شوي.

جیان د پوهنتون استاد په دې اړه ویلي: «موږ وموندله چې په اونۍ کې ۵۵ یا له دې څخه زیات کار کول انسان له ګڼو ګواښونو سره مخ کولی شي. د زړه ناروغي پیدا کولی شي. موږ سره په دې څېړنه کې ۳۴۰۰۰۰ تنو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګډون کړی. خو موږ وموندله چې ۵۵ کاري ساعتونه په اونۍ کې مغزي سکته پيدا کوي او ورځ بلې ته دا ناروغي په زیاتېدو ده.»

څېړنه ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې ۴۸۰ ميلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په اونۍ کې له ۵۵ ساعتونو ډېر کار کوي او د قرنطین له پيل نه په ځینو هېوادونو کې لس سلنه کار نور هم زیات شوی دی.

په څېړنه کې د فرانگ پگاه په نوم یو تخنیکي مامور په دې اړه وایي: « که موږ په اونۍ کې ډېر کار وکړو نو ژور خپګان به پيدا کړو او ډېر به ګټور تمام نه شو، موږ باید خپل کاري ساعتونه مناسب کړو نه زیات.»

د کمپيوټر کيبورډ کې لاس وهل او په ساعتونو د دفتر پر څوکۍ کیناستل هغه انځور دی، چې ډېرو ته عادي کار ښکاري او ترسره کوي یې، خو د وروستیو څېړنو پر اساس دا ډول اوږود مهاله کار انسان له مرګ سره هم مخ کولی شی.

یاد سازمان سپارښتنه کړې چې باید په اوونۍ کې کاري ساعتونه کم او یا حداقل نورمال حالت ته ورسېږي، څو د ژوند خطر کم کړل شي.

Comments are closed.