The news is by your side.

چین له افغانستان سره خواخوږي زیاته کړې کیسه څه ده؟

خبریال ویب پاڼه/ چین په دې وروستیو کې له افغانستان سره خواخوږي زیاته کړې او ژمنې  کوي چې  په بیلابیلو برخو کې به له افغانستان سره مرسته کوي خو مالومه نه ده چې ولې؟

تر دې وړاندې هم چین او افغانستان موجود ول او افغانستان اړتیا درلوده چې یو هېواد او ګاونډی ورسره مرسته وکړي خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اوازې را وروسته همدا ژمنې دي چې کیږي.

اوس تازه د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه ټلیفوني مکالمه کې د نویو ژمنو او مرستتو  ټټر وهلی او زیاته کړې  يې ده چې دوی له افغانستان سره دي.

چین ولیلي دوی غواړي چې  په افغانستان روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسیږي او په دې هېواد کې سوله ارمي او دایمي اوربند رامنځ ته سي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر اتمر سره په دې ټلیفوني مکالمه کې وړاندې کړې چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي  حاکمیت ته درناوی لري او خپلو هر اړخیزو مرستو او همکاریو ته به په ټولو برخو کې دوام ورکړي.

چین ویلي باید په افغانستان کې  جګړه پای ته ورسیږي او د جګړې ښکېل لوري یوې پایلې ته ورسیږي ترڅو په دې هېوادکې لویه او اږده جګړه پای ته ورسیږي.

چین افغانستان یو ښه ملګری هېواد اعلان کړی او زیاته کړې يې ده چې په دې هېواد کې د سولې له راتګه وروسته کولای سي چې په اقتصادي او نورو برخو کې ښې اړیکي ولري.

د افغانستان نور ګاونډیان

افغانستان له څلورو طرفونو اوه ګاونډیان لري چې دوه يې خورا مضره او د کلونو په تیریدلو سره ورسره افغانستان تل لاس او ګریوان وي چې له هغه څخه ایران او پاکستان دی پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی دی چې تر ټولو ورسره لویه پله لري دا هېواد د خپل دوه مخې سیاست له مخې  اوس هم په افغانستان کې نیابتې جګړه پر مخ بیايي او تل يې د یوه باثباته هېواد جوړونې  مخه نیولې که څه هم چین تر دې وړاند افغانستان د ځان لپاره دومره نه وو مهم کړی خو په دې وروستیو کې غواړي افغانستان زیاتي اړیکي او په هرڅه کې شریکي ګټې ولټوي او داسې ښکاري چې اوس يې افغانستان ته فکر سوي دي

Comments are closed.