The news is by your side.

د هلمند جګړې پای ته رسیدو سره د پاکستاني عسکرو تلفات هم ورک سول

خبریال ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې د پاکستاني عسکرو تلفات هغه مهال چې د هلمند په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې جګړه وه هره ورځ د پاکستاني عسکرو د وژلو راپورونه ورکول کیدل خو کله چې افغانستان کې جګړې پای ته رسیږي نو د پاکستان عسکرو تلفات هم کمیږي.

کل چې هلمند کې جګړه روانه وه په هغه اونۍ کې تر شل او دیرش د زیاتو پآکستاني عسکرو د هلاکت راپورونه ورکول سوه او په همدې نامه خاورو ته وسپارل سول

یوه اونۍ یاهم  ډیر وخت کیږي چې په پاکستان کې د پاکستاني عسکرو د هلاکت هیڅ راپور نه دی ورکول سوی هغه مهال هم خبریال ویب پاڼې یو راپور خپور کړی وو، چې ویلي يې وو په افغانستان کې هلاک سوي پاکستاني عسکر پاکستان به بیلابیلو نومونو خاورو ته سپاري، که څه هم تحریک طالبان او بلوڅ ملتپال د پاکستاني عسکرو پر ضد وسله پورته کړې خو  په دې وروستیو کې به چې کله پر یوه ځای د ډیرو عسکرو د تلفاتو موضوع سول نو داسې پیښې هم رامنځ ته سولې چې هیچا يې مسؤلیت و نه مانه.

ټول عسکر په افغانستان کې هلاک سوي وو؟

ښکاره خبره ده چې پاکستاني عسکر له طالبانو سره په لویو جګړو کې برخه اخلي او په دې جګړو کې اوږه پر اوږه ورسره جنګیږي خو دا چې دوی فکر کوي هغسې هم نه کیږي دلته دوی له سختې مقابلې سره مخ کیږي او له جګړې ورووسته په چوپو چوپو جنازې پاکستان ته روانې وي.

دا ښکاره خبره ده چې د هلمند جګړې پای ته رسیدلو سره سم بیا د هیڅ  پاکستاني عسکر د هلاکت راپور نه دی ورکول سوی ښايي تحریک طالبان او بلوڅ ملتپال هره ورځ پر پاکستاني عسکرو مرګوني بریدونه کوي خو پاکستانۍ رسنۍ او دولت د خپلو تلفاتو دا راپورونه پټوي خو کله چې بند راسي او عسکر يې افغانستان کې ووژل سي نو بیا ښکاره خبره ده چې د عسکرو هلاکت به پر دې ډلو تاوانوي.

پر پاکستاني عسکرو اوس هم بریدونه کیږي؟

پر پآکستاني عسکرو هره ورځ مرګوني بریدونه ترسره کیږي هلته تحریک طالبان او بلوڅ ملتپال وسله په لاس  هره ورځ پاکستاني عسکر وژني خو رسنۍ او پآکستانی دولت تر ډیره بریده د خپلو تلفاتو دا خبره پټوي او اجازه نه ورکوي چې څوک يې په تلفاتو باندې خبر سي. نژدې هره ورځ د دوی په وړاندې  وسلوال کسان بریدونه کوي

پاکستان افغانستان کې هلاک شوي پوځيان په بيلابيلو نومونو خاورو ته سپارې

 

Comments are closed.