طالبان که  دولت وروستیو جګړو کې چا ماتې خوړلې؟

خبریال ویب پاڼه/ طالبان له روژې څخه پیل تراوسه د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې تاوتریخوالی زیات کړی او د یو شمېر ولایتونو ډیری سیمې يې هم نیولې دي اوس پوښتنه داده چې ماتې چا خوړلې.

افغان دولت ادعا کړې چې د طالبانو له لوري د بریدونو لومړۍ څپه يې شنډه کړې او که چیري نور بریدونه هم دوی وکړي خو ځواب به يې ووايي.

افغان ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندو کې افغان پوځیانو ته ویلي وو، که چیري طالبان اوربند نه کوي نو له هغوی سره جګړه وکړئ او په وړاندې يې ودریږئ.

د افغانستان د دفاع وزارت په خپل نوي بیان کې وویل چې دوی په تیرو ۲۴ ساعتونو کې  هم  په ډیری ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په شا کړي او مقابله يې کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي طالبانو په هلمند، وردک، بغلان او غزني ولایتونو کې طالبانو کلکې ماتې وخوړلې او بریدونه یې شنډ سول خپلو موخو ته و نه رسیدل.

نوموړي وویل څومره چې طالبان بریدونو ته شدت او زور ورکوي په همهاغه اندازه د ځان او ملګرو وژلو ته هم زمینه برابروي او موږ د هرڅه په وړاندې جدي مبارزې ته چمتوالی لرو.

که څه هم د روژې میاشتي په سر پر طالبانو د اوربند اوسولې ږع وسو خو دې ډلې وویل چې په روژه کې جګړه ثواب لري او دوی به ادامه ولري او همداسې وسو چې په روژه کې تر ټولو زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

دوی په خپلو بریدونو کې د میدان وردګو د نرخ او بعلان مرکزي بغلان ولسوالۍ ونیولې او د هلمند پر مرکز لښکرګاه یې بریدونه وکړل خو تراوسه يې د خپلې بریا او ناکامۍ په هکله څه نه دي ویلي.

طالبان نورڅه کوي ؟

د افغان سولې بین الافغاني خبرو د پیل څرک هم  پر مالومیدو دی خو تیره ورځ افغانستان کې د امریکايي ځواکونو  قوماندان جنرال سکاټ میلر وویل چې طالبان تاوتریخوالی نور هم لوړوي او د ولایتونو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکوي.

افغان دولت د طالبانو تیر تاوتریخوالی د دوی د لومړي پړاو بریدونو لړۍ بولي او د نورو بریدونو په وړاندې يې هم د چمتوالي خبره کوي خو راپورونه وايي چې طالبانو په ټولو جګړو کې درانه تلفات لیدلي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More