The news is by your side.

ښه خبر: هرات کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت کارخونو فعالیت پیل کړ

خبریال ویب پآڼه/ د هېواد پرځان بسیاینې یوازنی لاره همدا خپل کورنی تولید او په دې برخه کې د سوداګرو او پانګوالي پانګونه ده چې له یوه لوري کورنی تولید زیاتیږي اړتیا پوره کیږي او له بله پلوه زرګونو مسلکي او غیري مسلکي کسانو ته د کازمینه برابریږي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې د دې کارخونو پر فعالیت خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د دې کارخونو شمېر درې دی  چې د لبنیاتو، ایسکریم او بسکیټونو تولید به کوي چې  شاوخوا لس میلیونه ډالر پرې مصرف سوي او د هرات ۵۰۰ کارګرو ته د کار زمینه هم برابروي.

هرات د افغانستان هغه ولایت دی  چې لوی صنعتي شهرک په درلودلو سره لسګونه کارخونې فعالیت کوي چې د هېواد په کور دننه د تولید په برخه کې يې مهم رول لوبولی او تر بریده یې اړتیا پوره کړې.

که څه افغان دولت ویلي چې د خصوصي سکتور د ودې او پرمختګ لپاره هڅې  کوي خو داسې مالومیږي چې په اقتصادي برخه کې د دوی ټولې ژمنې پیکه او تر اوسه نه دي پوره سوې چې پرمهال يې سوداګر او سرمایګذاران هم شکایت کوي.

تراوسه پوري په کور دننه او بهر د کورنیو تولیداتو پر ځان بسیاینه هومره چې لازمه ده په بیلابیلو برخو کې نه تر سترګو کیږي او افغانستان اوس هم خپلې زیاتي اړتیا وي له بهرنیو هېوادونو څخه تمویل کوي چې کله کله له یو شمېر هېوادونو سره د یوې ستونزې د رامنځ ته کیدلو له امله په دې هېواد کې د خوراکي او نورو توکو قیمتونه اسمان ته خیژي.

که څه هم په تیرو شلو کلونو کې یو شمېر کارخونې فابریکې جوړې سوې او خپل  تولیدات افغانانو ته عرضه کوي خو اوس هم کار سته او مهمه ده چې سواګرو ته په بیلابیلو برخو کې دولت په پوره ژمنتیا د سرمایګذارۍ زمینه برابره کړي ترڅو وکړای سو چې په راتلوونکې کې  د خپل کورني تولید له امله پر ځان بسیا او هغه اولیه توکي چې له نورو هېوادونو راځي په خپل کور دننه د تولید پر بنسټ ولرو چې دا چاره به وکولای سي محلي اقتصاد مو ښه او پر راتلوونکې باندې باوري سو

Comments are closed.