The news is by your side.

محب دا ځل امریکا و رټله

خبریال ویب پاڼه/ تمه ده چې د راتلوونکې سپټمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې پوري ټول امریکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه ووزي او پوځیان نور ځایونو ته ستانه کړي په دې هکله غبرګونونه هم موجود دي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تازه یوه غبرګون کې په دې اړه تازه څرګندونې  کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپلو تازه څرګندونوکې  د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله ویلي چې امریکا په خپلو وتلو کې بیړه وکړه.

محب په یوه مرکه کې چې له سي بي اس ټلویزیونې چینل سره یې کړې ویلي چې دوی د امریکایانو وتل نه بلکې دا غوره بلله چې له څو نورو کلونو وروسته امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي وای، خو په وینا يې چې دوی په خپلو وتلو کې بیړه وکړه.

د ده له انده څو کلونه وروسته چې د دوی له اټکله امریکا وتلای نو افغان ځواکونو هغه ټولې وړتیاوي چې لازمه وه او اړتیايې وه درلودې او پوره کړې به یې وای.

حمد الله محب په دې وروستیوکې د ورځنیو حالاتو په هکله خورا فعاله سوی او هره ورځ نوې څرګندونې کوي چې اوس یې نوم ته او څرګندونوته خلک ځیر کیږي.

تراوسه پوري  د امریکا او ټولو بهرنیو ځواکونو په هکله کومه  پریکړه چې سوې ښه نه ده بلل سوې او دا کار سم نه دی بلل سوی د امریکا په کور دننه کې چارواکي په دې نظریه دي که چیري امریکا په اوس وخت کې له افغانستانه ووزي نو ترهه ګرې ډلې به یوځل بیا افغانستان ته مخه کړي چې دا ترهه ګر به امریکا او نړۍ ته ګواښونه رامنځ ته کړي خو امریکا وايي چې یوازي له افغانستانه خپل سرتیري باسي خوخپلو مرستو ته به له دې هېواد سره دوام ورکړي او ترهه ګرو ته به اجازه ورنکړي چې یوځل بیا افغانستان خپل مرکز وګرځوي.

خو داسې ښکاري چې امریکا به په خپلو نویو پلانونو سره غواړي چې د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره له بیلابیلو لارو چارو په کار اخستلو سره دلته سوله قایمه کړي خو افغانستان په ډیرڅه نه غواړي چې له لاسه يې ورکړي ځکه دلته دوی مصارف او قربانۍ ورکړې

Comments are closed.