The news is by your side.

مشرانوجرګې د ارګ په اړه جالب حقایق وړاندې کړي

خبریال ویب پاڼه/ له جګړې وروسته ښايي چې د افغانستان اساسي ستونزه همدا فساد وي چې په هکله يې تراوسه افغانستان د نړۍ په کچه د فاسدو هېوادونو په کتار کې راځي.

د افغانستان مشرانو جرکې یو شمېر غړي وايي چې د افغانستان ارګ هم د فسا لویه منبع ده او په دې ځای کې ان د نظامي چوکیو او رتبو پیر او پلور ترسره کیږي

د دې جرګې یوه غړي نادر بلوڅ وویل په ارګ کې هغه څه چې  د څوکیو او رتبو پیر او پلور دی د امنیتي ځواکونو او د نا امیدۍ سبب سوي او باید مخه يې ونیول سي.

تراوسه پوري د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هکله څه نه دي ویلي خو افغان ولسمشر چې کومې ژمنې د فساد سره د مبارزې په برخه کې کړې تراوسه پوري داسې مالومیږي چې نه دي عملی  سوې.

د دې جرګې رییس بیا په دې باور دی چې که کوم څوک د فساد ادعا ولري باید ده ته یې وړاندې کړي ترڅو په وړاندې يې ودریږي او که داسې نه وي نو دا خبرې افوهات دي

په افغانستان کې فساد

تراوسه لاهم باید له بده مرغه چې افغانستان د  نړۍ په کچه د فاسدو هېوادونو په کتار کې مخکښ دی او هیڅوک هم نه دي توانیدلي ترڅو په دې هېواد کې د دومره لویي پدیدې مخه ونیسي.

افغان ولسمشر تیره ورځ په خپلو څرګندونو کې وویل په رسنیو کې چې د فساد په اړه کوم راپورونه کښته پورته کیږي باید په جدي ډول سره وڅیړل سي.

د دولت په هکله عامه ذهنیت؟

که چیري دي په کومه دولتي اداره کې کار بند وي او د حل شونتیا ونلري نو عامه ذهنیت داسې جوړ دی چې هر غیري ناممکن کار د رشوت په ورکولو سره حل کیدلای سي، عامه ذهنیت دادی چې فساد افغانستان کې اوج ته رسیدلی او د دولت په هره شعبه کې فساد حاکم دی او کله چې دولت د  فساد پر ضد د مبارزې خبره کوي نو هیڅوک پرې باور نه کوي.

د فساد لاملونه؟

د دولت نه پاملرنه نا امني او قانون نه حاکمیت د غیري مسلکي کسانو ګمارنه او نور  هغه څه دي چې په افغانستان کې يې فساد ته لاره هواره کړې او تراوسه پوري لاهم په دې هېواد کې په هرڅه کې فساد کیږي او د پوښتنې څوک نسته.

مشرانو جرګه که څه هم ارګ لاهم د فساد منبع بولي خو ارګ تل د فساد سره د مبارزې په بخره کې  ټینګار کړی او ویلي یې دي چې مخه به یې نیسي

Comments are closed.