The news is by your side.

د سولې د نه کولو په صورت کې طالبانو ته د امریکا خبرداری

خبریال وېبپاڼه / امریکا یو ځل بیا د افغان جګړې په ختمېدو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې وسله وال طالبان اوس تر سولې پرته د خپلې بقا لپاره بله لار نه لري او باید نور سولې ته غاړه کېږدي.
دغه څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګریس ته په خپلو خبرو کې کړې دي.
هغه ویلي دي چې دا ګنګوسې بې ځایه دي چې ګواکي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ماتې سره مخ شي او وسله وال طالبان به واک ته ورسېږي.
دده په خبره افغان پوځ پیاوړی دی او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري، ځکه خو طالبانو باید هغه خوب اوبه ته ووايي چې ګواکې دا پوځ به مات کړي.
هغه د طالبانو د جګړو په اړه هم ویلي چې دغه ډله د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم دا ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او د خبرو له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.
دده په وینا که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او د جګړو له لارې واک ته د رسېدو کوښښ وکړي نو د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو له بندیزونو او انزوا سره به مخ شي او له هر اړخه به فشار پرې زیات شي.
هغه همدا راز پر هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري غږ کړی څو یاده ډله سمې لارې ته وهڅوي چې له جګړو لاس واخلي.
خلیلزاد زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه کوي او له هرې ممکنې لارې په دې لټه کې دي چې دلته روانه جګړه ختمه کړل شي.
د امریکا د کانګریس غړو هم ټینګار کړی چې باید طالبان له جګړو را وګرځول شوي او د سولې لپاره پر خپلو کړو ژمنو دې عمل وکړي.
دوی هم ویلي چې طالبان د جګړو له لارې واک ته نه شي رسېدای او د خپلې بقا په خاطر باید سولې ته غاړه کېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د کوچني اختر تر درې ورځني اوربند وروسته بیا یو شمېر ولایتونو کې جګړه پیل کړې او عام خلک یې سخت ناهیلي کړي دي. \

Comments are closed.