The news is by your side.

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان باید محاکمې ته را کش شي

خبریال وېبپاڼه / د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان د وسله والو طالبانو د مشرانو په اړه تازه څرګندونې کړې دي. هغه څه چې طالبانو یې له نړۍوالو د اورېدو تمه نه درلوده. 

د یاد سازمان د اسیایي برخې مسؤلې «پاتریشیا ګاسمن» په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې ملکي وګړو ته ځاني او مالي تلفات اړولي او دا ډله د بشري جنایتونو اصلي عاملین دي.

نوموړې زیاته کړې، چې طالبان د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کوي، د ملکي وګړو د تګ راتګ په عمومي لارو کې ماینونه ځای پر ځای کوي او د تاوتریخوالي کچه یې لوړه کړې ده.

هغې یادونه کړې، چې طالبان افغانستان کې د بشري جنایتونو اصلي مسوولین دي او دوی یوازې ملکي وګړي په نښه کوي، چې نه بښوونکی عمل دی.

د دې په وینا، که چېرته د طالب مشرانو نومونه له تور لېست څخه وویستل شي؛ نو خپلو جنایتونو ته به لا هم زور ورکړي او بیا به یې مخنیوی سخت وي.

ګاسمن ویلي، چې طالبان باید د خپلو بشري جنایتونو په اړه محکمه شي او د خپلو ټولو هغو کړنو ځواب ووايي چې په تېرو څو کلونو کې یې ترسره کړې دي او له بشري حقونو سرغړونه بلل کېږي.

تر دې وړاندې یوناما هم د طالبانو له لوري د بشري جنایتونو د کچې د لوړوالي په اړه اندېښې ښودلې وې او زیاته کړې یې وه، چې دوی باید محاکمې ته راوغوښتل شي.

په داسې حال کې د طالبانو د محاکمه کولو او له توره لېسته د دوی د مشرانو د نه ایستلو خبره کېږي چې ټاکل شوې ده نږدې راتلونکي کې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه جوړه شي.

دغې غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو هم چمتووالی ښوولی دی، خو دا چې طالبان به تر کومه حده د سولې غږ ته لبیک ووايي، وخت به ځواب ووايي، مګر دغه ډله له تور لېسته د خپلو مشرانو د نومونو په ایستلو ټینګار کوي.

Comments are closed.