The news is by your side.

امریکايي نظامیانو د افغانستان په هکله تازه خو مهمه پریکړه وکړه

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د راتلوونکې او په دې هېواد کې د ترهه ګرو د شتون او راتګ د اندېښنو په هکله خپل نظریات شریک کړي چې تر ډيره بریده ګواښوونکې او له خطره ډکو پایلوته رسیږي.

تراوسه پوري د نورو اندېښنو سره سره داسې ویري هم سته چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به دا هېواد یوځل بیا د ترهه ګرو ډلو په ځاله بدل سي خو امریکايي نظامیانو ډاډ ورکړی چې داسې به نه کیږي.

پرهمدې مهال امریکايي نظامي چارواکو د افغانستان په هکله خپله راتلوونکې تګلاره وړاندې کړې او وضاحت يې ورکړی دی چې پکښي يې ویلي دي ترهه ګرو ته بیا اجازه نه ورکوي.

د پنټاګون یو شمېر چارواکي چې سنا مجلس د خپلو پوښتنو لپاره غوښتي وو، او د دې مجلس دفاعي کمېټې ته يې ځوابونه ورکړل په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم  د سنا مجلس ته ځوابونه ویلي دي.

د امریکا دفاع وزارت مرستیال سکرټر ډیويډ هیلوي په افغانستان کې ترهه ګرۍ ته په اشارې وویل چې لاهم تر یوې کچې ترهه ګري سته نوموړي په کابل کې پر یوې ښوونځۍ باندې برید ته اشاره وکړه.

هغه وویل که څه هم په افغانستان کې د ترهه ګرۍ څو سلنه خطرات سته خو بیاهم ورته امریکا چمتوالی لري، دوی به له دریو لارو وکړای سي دا چاره ترسره کړي چې لومړی انتخاب يې د افغان ځواکونو تجهیز او اکمال دی افغان چارواکو سره ښې او ډیپلماټیکي اړیکې او د امریکايي ځواکونو هغه حضور دی چې افغانستان سره به نژدې ځا پر ځای سي.

د ده په وینا دوی هڅه کوي چې افغانستان د احتمالي خطراتو څخه وساتي او له ترهه ګرو يې وساتي خوداسې مالومیږي چې خطرونه به تر یوه حده زیات وي او امریکا له تماشا کوي.

ترهه ګر په افغانستان کې

که څه هم امریکا ادعا لري چې دلته يې ترهه ګر او القاعده ماته کړې خو اوس هم پر طالبانو شک کیږي چې  د القاعده غړي يې ساتلي او ورسره اړیکي چې د امریکا په وتلو سره به دا هېواد یو ځل بیا د ترهه ګرو په امن ځای بدل سي خو طالبان ویلي چې اوس له ترهه ګرو او القاعدې سره اړیکي نلري

Comments are closed.