The news is by your side.

د امریکا  درې راتلوونکي انتخابه چې د ځواکونو بیا ښکېلتیا هم پکښي سته

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان څخه د ټولو امریکايي اوبهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته امریکا بیاهم ویلي چې افغانستان یوازي نه پریږدي او پر داسې لارو چارو فکر کوي چې له مخې یې افغانستان له ترهه ګرو خوندي کړي.

تیره ورځ د امریکا د پنټاګون یو شمېر چارواکې د دې هېواد سنا غوښتي وو، او وروڅخه يې د افغانستان په هکله پوښتنې وکړې چې دوی د راتلوونکو ترهه ګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره درې انتخابه وړاندې کړل.

هغوی په لومړي سرکې وویل چې د افغان ځواکونوتجهیز او اکمال يې له لومړیو انتخابونو دی چې دوی به دا ځواکونه تحهیز او اکمال کړي ترڅو د ترهه ګرۍ سره په پوره توګه وجنګیږي همدارنګه ویل سوي دویمه ټاکنه د امریکا له افغان دولت او چارواکو سره ښې ډیپلماټیکی اړیکي دي او په دریم انتخاب کې هم د امریکايي ځواکونو نژدې حضور دی یا په بل عبارت دوی بیا خپل ځواکونه هم  ښکیلوي.

امریکا د طالبانو په وړاندې جدي سوې

که څه طالبان امریکا همدې سیاسي میز ته راوستل خو اوس امریکا په دې پوهیږي چې طالبان له تاوتریخوالي غواړي خپلو موخو ته ځان ورسوي ځکه نو یې پرې باور کم سوی او ورته يې ګواښ کړی چې په دې هېواد کې باید خپل تاوتریخوالي ته د پای ټکی کښېږدي.

د نظامیانو د ډاډ ترڅنګ د سولې استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي چې طالبان بیا قدر ته نسي رسیدلی او دا ډیره غلطه نظریه ده چې طالبان دی یوځل بیا کابل په خپل واک کې راولي.

جګړې او نښتې

په عمومي  ډول طالبانو سره اوس د ټول افغانستان او یاهم فتحې نقشه ده او داسې فکر کوي چې هرڅه د دوی ځکه په دې وروستیو کې يې د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو درانه بریدونه وکړل چې بیاهم له ماتې سره مخ سول دوی به لاهم کوښښ وکړي ترڅو خپلو بریدونو  ته نور هم زور ورکړي او تهدیدات زیات کړي.

دوی په هلمند بغلان او میدان وردګو ولایت کې درنې نښتې وکړې چې ویل کیږي خورا زیاته مرګ ژوبله يې لیدلې او څومره چې دوی هدف درلود په لاس یې نه دی راوړی

ایا له دې تاوتریخوالي امریکا خبره ده؟

امریکا وویل هرڅه له نژدې څارې تیره ورځ افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال سکاټ میلر وویل چې طالبان به تاوتریخوالی زیات او د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه وکړي

Comments are closed.