The news is by your side.

اردن د اسراییلي سفیر د اېستلو اخطار ورکړی

خبریال وېبپاڼه / د اردن وزیراعظم بشر الخصاونه وايي، پس له هغه چې د اسراییلیانو او فلسطینیانو ترمنځ تشدد سېوا شو، د هېواد پارلمان یې یو قرارداد جاري کړ او د اردن نه یې د اسراییلي سفیر د اېستل کېدو غوښتنه وکړه، او اوس ممکن دوی د اسراییل سفیر وشړي.

د اردن پاچا عبدالله سخت کوشش کوي چې د سفارتکارۍ له لارې، د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ روانه لانجه سړه کړي.

 څېړونکي وایي، اردن سره یره شته چې هسې نه د تشدد په دوامداره کېدو، یو ځل بیا ګڼ شمېر فلسطیني مهاجرین اردن ته کډه شي.

په همدې حال کې د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د اردن له خارجه وزیر سره په خبرو کې ویلي چې «اسراییلیان او فلسطینیان دواړه برابر حق لري چې محفوظه او امن ژوند وکړي.»

اردن د کال ۱۹۹۴ راهیسي اسراییل سره د امن تړون لري او همدا راز کلونه کلونه کیږي چې اردن د فلسطینیانو دپاره د یو آزاد ملک د جوړېدو لوی ملاتړی پاته شوی دی.

اردن کې د مهاجرو فلسطینیانو شمېر دومره زیات دی چې د اردن د ټولې لس میلینه آباتۍ د نیمایي نه زیاته برخه جوړوي. اوس مهال په غزه کې د روان تشدد له وجې، په اردن کې د خلکو غوصه او قهر ډېر زیات شوی دی.

په اردن کې پراخې او له قهره ډکې مظاهرې روانې دي چې په غزه کې د مرګونې بمباریو او په بیت المقدس کې د فلسطیني کورنیو د جبري انخلا بندېدل غواړي.

په امریکا کې د بروکېنګز انسټیټوټ یو مشر څېړونکی بروس رایډل وایي، ملک عبدالله په دې خبره کې برحقه دی چې په کراتو ویلي که د فلسطینیانو ستونزه په انصاف هواره نشي، نو دا به «په خطه کې حالات ډېر بد ځای ته ورسوي.»

اسراییلي پولیس په بیت المقدس کې فلسطیني مظاهره کوونکي ګرفتاروي

بروس رایډل وایي: «دا شل کاله کیږي چې ملک عبدالله وایي که د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د لانجې جرړې ختمې نشي، نو د اسراییل او عرب ترمنځ به ژر او یا وروسته، اورونه بل شي.»

د اردن دریځ، همیش دا پاته شوی چې نړېواله برادري او په خاصه توګه امریکا دې په اسراییل فشار واچوي چې یو آزاد فلسطیني ریاست ته دې د جوړېدو اجازت ورکړي او شرقي بیت المقدس دې د هغه ریاست سرښار وي.

د اردن چارواکو دا فکرمندي ښودلې چې هسې نه د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د تشدد لمن پراخه شي او نتیجه یې دا وي چې ګڼ شمېر نور فلسطینیان هم اردن ته کډه شي.

Comments are closed.