The news is by your side.

لوی فساد: د ورځې اته او د کال ۲۸۸۰ میلیونه ډالر شخصي جیبونو ته ځي

خبریال ویب پاڼه/ افغانستان د نړۍ د هغه هېوادونو په کتار کې اوس هم راځي چې فساد پکښي اوج ته رسیدلی  او هر کال په دې لیست کې مخ کښ کیږي هم خو لا د فساد مخنیوی نه دی سوی.

د افغانستان د مالیې وزارت له هغه څه چې په ګمرکونو د فساد خبرونه دي پرده پورته کړې او منلې يې ده چې په دې ادارو کې د میلیونو ډالرو فساد د دې لامل سوی چې د ورځې تر اته میلیونه ډالرو د افغانستان عاید شخصي جیبونو ته ولاړ سي.

محمد خالد پاینده نن ولسي جرګې ته په مالوماتو ورکول کې ویل چې په دې فساد کې د ګمرکونو یو شمېر چارواکي مامورین په ګډون د ولایتونو والیان او نور دولتي چارواکي لاس لري او د عوایدو په ضایع کولو کې رغنده رول لري.

که څه هم تراوسه په ورځني ډول د دومره لوی فساد په اړه فکر نه کیده خو دولت خپله ومنله چې اته میلیونه ډالر دورځې شخصي جیبونو ته ځي او که دې شمېر ته کلنی حساب وسي نو په کال کې شاوخوا درې میلیارده ډالر شخصي جیبونو ته ځي.

د مالیې سرپرست وزیر وویل د اټکل له مخې اوه تر اته میلیونه ډالر د ورځې نه راټولیږي دا ولې نه ټولیږي څو علتونه لري یو له کمیشن کارانو سره د ګمرکونو کارکوونکو همکاري ده او باید ووایم چې په یو شمېر ولایتونو کې والیان امنیه قوماندان او نور دا چارې ترسره کوي او ضایعات رامنځ ته کیږي او د فساد لامل کیږي

که د ګمرکونو دې عوایدو ته وکتل سي نو دا پیسې کولای سي چې د افغانستان کلنیو عوایدو ته بسنه وکړي خو اوس چې شخصي جیبونو ته ځي نو هم یې دولت او ملت دواړه له ستوني نیولي او ستونزو کې دي.

تراوسه پوري دولت نه دی توانیدلی چې د دومره لوی فساد مخه ونیسي او کنټرول یې کړي که چیري دا فساد همداسې روان وي نو لیري نه ده چې افغانستان به د ځان بسیاینې پر ځای د زوال لورته ولاړ سي چې بیا ورته نجات ورکول خورا ستونز من دی تراوسه پوري دولت د فساد په وړاندې یوازي شعاري مبارزه کړي او په عمل يې هیڅ نه دي کړي

Comments are closed.