The news is by your side.

امریکا وایي، که افغان جګړه دوام وکړي، موږ به هم پکې ښکېل یو

خبریال وېبپاڼه / امریکا وايي، که چېرته په افغانستان کې روانه جګړه دوام وکړي، نو دوی به هم پکې ښکېل وي او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره به خپلو نظامي مداخلو ته دوام ورکړي. 

په افغانستان کې د امریکا سفیر راس وېلسن په یوه تازه مرکه کې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر لوړې کچې اندېښنه ښودلې ده.

وېلسن زیاته کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوي، خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي.

نوموړی وایي، طالبانو د دوحې هوکړه ماته کړې ده او نور باید ناولې جګړې ته دوام ورنه کړي.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې دوی به تر وتلو وروسته هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان حکومت سره مرسته وکړي او هم به یې له افغان ځواکونو سره همکارۍ دوام ولري.

راس وېلسن ویلي، د امریکا وتل د افغانستان د یواځې پرېښودو په معنی نه بلکې دوی به تل په دغه هېواد کې پاتې وي او وضعیت به له نږدې څاري.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی نه دوی او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو دی او که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي نو دوی به هم په دغه هېواد کې ډېر ښکېل پاتې شي.

هغه دغه راز په افغانستان کې د بهرنیو ترهګریزو ډلو حضور ته په اشارې ویلي،چې داعش ډله لا هم په دغه هېواد کې پیاوړی حضور لري او لا هم د یو ستر ګواښ په توګه مطرح ده.

امریکا داسې مهال د طالبانو په اړه دا ډول توندې څرګندونې کوي، چې دغې ډلې تر د کوچني اختر تر اوربند وروسته بیا جګړو ته زور ورکړی دی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.

دغه وضعیت عام افغانان اندېښمن کړي دي او له ښکېلو اړخونو غواړي چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

هلته بیا ښايي د ترکیې غونډه جوړه شي او د سولې او جګړې د برخلیک په اړه پکې مهمې پرېکړې وشي. دغې غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو هم چمتووالی ښوولی دی.

Comments are closed.