The news is by your side.

ولسې جرګې يوه وزير ته ستاينليک ورکړ خو د نورو د استهزأ پرېکړه 

خبريال ويب پاڼه / نن چهارشنبه د ولسي جرګې استازو د صنعت او سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني، د  اقتصاد وزير قدرت الله ذکي او د ماليې وزير خالد پاينده استجوابيه غونډې ته وربللي وو. 

د ترانسپورټ  وزير قدرت الله ذکي استهزا د صنعت او سوداګرۍ وزير نثار احمد غورياني بريالی او ماليې وزير خالد پاينده د نورو توضيحاتو لپاره د دوشنبې غونډي ته بيا وربلل کيږي.

د ولسي جرګې نه ځینو وکیلانو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د ترانسپورټ د وزير ښاغلی قدرت الله ذکي په خلاف د استهزأ چارې بشپړي شوي او ټول لاسلیکونه را غونډ شوي دي چې ژر به يې د استهزا په موخه پارلمان ته ور وغواړي.

د ولسي جرګې استازو له هغه وروسته د يادو وزيزانو د استهزأ تصميم نيولی چې په اړه يې ګڼ شکايتونه ثبت شول.

په ورته مهال بيا خبريال ويبپاڼې داسې اسناد موندلي  چې د ولسي جرګې مشر مير رحماني د پارلمان په استازيتوب د ټولګټو وزير انجينر نجيب الله يمين ته ستاينليک ورکړی دی.

د ټولګټو وزير ته ياد ستاينليک د ښې حکومتولۍ او له فساد سره د کلکې مبارزې په پار ورکړل شوی دی.

میر رحمان رحماني ته یوې نېژدې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ولسي جرګې داسي يوه وزير ته ستاينليک ور کړی چې تر يوه کال څخه په کمه موده کې يې په ياد  وزارت کې پراخ اصلاحات راوستي دي.

د ټولګټو وزير تر ۱۴۰۰ زيات هغه کارمندان له دندو ګوښه او لري کړل چې په فساد ککړ او کاري وړتيا يې نه درلوده.

د پارلمان يوه وکيل خبريال ويبپاڼې ته ويلي چې د ولسي جرګې مشرتابه له هغه وروسته د  ټولګټو وزير ته ستاينليک ورکړ چې ياد وزير په ډيره کمه موده کې نه يوازي دا چې په وزارت کې پراخ اصلاحات راوستي بلکي له وزارت څخه د باندي هم د سړک جوړونې د هغو ټولو شرکتونو په وړاندي کلک دريځ خپل کړی چې کاري ظرفيت او کيفيت يې ټېټ وو.

خبريال ويبپاڼې هڅه وکړه په دې اړه د ټولګټو د وزير انجينر نجيب الله یمين غبرګون هم له ځان سره ولري خو ونه توانيده.

که څه هم تر اوسه د ټولګټو وزارت او پخپله د پارلمان له لوري د ټولګټو وزیر ته د ورکړل شوي سند په اړه رسمآ څه نه دي ویلي خو د پارلمان له لوري صادر شوی سند موږ ترلاسه کړی دی.

د یادولو وړده چې نجیب الله یمن د کابینې تر ګڼو نورو وزیرانو ولسمشر غني ته نېژدې او مخامخ هدایت له ولسمشر نه اخلي؛ د پارلمان د ریس له لوري د نجیب الله یمن ستاینه دا معنا لري چې پارلمان له ارګ سره نېژدې شوی دی.

Comments are closed.