پاکستانی سیاستوال:پاکستان افغانستان کې ورانکارۍ او شل کاله د طالبانو ملاتړ وکړ

خبریال ویب پاڼه/ دې پاکستاني سیاتوال په خپل اعتراف کې ویلي چې پاکستان اوس هم دوه مخې لوبه لوبوي او د افغانستان د کورنیو چارو پر لاس وهنه سربیره د طالبانو ملاتړ هم کوي د ده په وینا طالبان اوس هم هلته نظامي او سیاسي شوراګانې لري او پآکستان دي دا چاره پای ته ورسوي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي چې  پاکستان دي د افغانستان په وړاندې له ناوړه سیاست څخه لاس واخلي هغه له امریکا په دې هکله د پاملرنې غوښتنه وکړه.

نوموړی چې د پاکستان دولت منتقد سیاستوال دی له هغه څه څخه چې پآکستان يې نه مني پرده پورته کړې او ویلي يې دي پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه او د طالبانو ملاتړ کوي.

حقاني ویلي پاکستان تیر شل کاله د طالبانو ملاړ کړی او په افغانستان کې د ډیرو وارنکارو فعالیتونو ترشا د همدې هېواد لاس دی او تر ډیره بریده يې نور کوښښ هم کړی دی.

حقاني وویل او س نړیوال او ټول هېوادونه پوي سوی چې پاکستان نور باید په افغانستان کې د وسلوالو ډلو له ملاتړ او وارنکاریو را وګرځول سي.

دا پاکستانی سیاستوال پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې داسې ګنګوسې دي د افغانستان او پاکستان ترمنځ به یو امنیتي تړون رامنځ ته کیږي هغه دې تړون ته په اشارې وویل چې داتړون د دې لپاره رامنځ ته کیږي ترڅو دواړده هېوادونه له تړون وروسته یو د بل په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه کړي، او ترڅنګ به یې خپله خاوره یو د بل پرضد د کارولو اجازه هم نه ورکوي.

دې پاکستاني سیاستوال ویلي پاکستان دي دا هرڅه پای ته ورسوی نوموړي تر دې وړاندې  هم د پاکستان پر ناسم سیاست او له ترهه ګرو په ملاتړ نیوکې کړې

پاکستان د تیرو لسیزو په اوږدو کې تراوسه پوري هم له افغانستان سره په یوه ډګر کې هم رښتینی نه دی پاتی سوی او تل یې کوښښ کړی چې څومره او په څه طریقه ورته زیان واړوي  خو اوس نړي دې حد ته راغلې چې پاکستان يې پیژندلی او اوس  به ورته حدود ټاکي ترڅو په راتلوونکې بیا ورڅخه سرغړونه ونه کړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro