The news is by your side.

د ځواکونو وتلو وروسته پر افغانستان د امریکا هوايي کنټرول او مصارف یې

خبریال ویب پاڼه/ د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته دې هېواد ویلي د داسې ځای په لټه کې دي چې افغانستان ته نژدې او دوی خپل پوځیان ځای پرځای کړي خو ښايي دا چاره یې وخت ونیسی.

د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان مک کنیزي ویلي چې دی د سرتیرو وتلو وروسته افغانستان کې  د تروریزم ضد مبارزې طرجه پنټاګون ته سپاري.

دوی به په دې طرحه کې د یوه نژدې پوځي مرکز او د هېوادونو له هوايي حریم څخه یې د الوتکو تیریدلو او نورو مسایلو په هکله غور او پریکړه وکړي.

کنیزي خبریالانو ته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی د افغانستان ګاونډیانو سره پر دې خبرې کوي چې د امریکا جنګي الوتکې يې څنګه له هوايي حریم څخه تیري او د دوی پوځیان ته په خپله خاوره کې پوځي مرکزونه ورکړي.

نوموړي د دې وړاندیز چې دفاع وزارت ته يې کړی پوره جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې د دفاع وزیر ته يې د افغانستان هوايي  حریم کې د الوتکو د الوتنو د مصارفو په هکله آټکلیز مالومات ورکړي.

امریکا مخکې څه ویلي وو؟

امریکا تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې که خپله سرتیري له افغانستانه وباسي خو بیا به یې هم له هوا څخه څاري او دې برخه کې به کار کوي

امریکا د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پر فضا باندې د الوتنو په هکله ویلي چې دوی به د ترهه ګرۍ په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په افغانستان کې به هرڅه له نژدې څارې دوی هغه اندېښنو ته چې افغانستان به یوځل بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل سي ویلي چې له ترهه ګرۍ سره د دوی مبارزه به دوام کوي او په افغانستان کې به هر وخت وسلوال ترهه ګر په نښه او له منځه وړي.

امریکا به چیري پوځي مرکزونه جوړکړي؟

امریکا ویلي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره خبرې روانې دي ترڅو هلته پوځي مرکزونه جوړ او افغانستان وڅاري خو پاکستان لا له وړاندې ویلي نور امریکا ته اډې نه ورکوي خو ښايي د امریکا انتخااب پاکستان او یاهم بل کوم ګاونډی هېواد وي چې هلته به خپل پوځي مرکزونه جوړ او د افغانستان خاورې ته به ترې الوتنې  کوي

Comments are closed.