The news is by your side.

د ایران صادرات؛ نیمرزو کې ۴۶۰۰ لېتره کیمیاوي مواد نیول شوي

خبریال وېبپاڼه/ د نیمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت وايي، د دغه ولایت د ګمرک مامورینو له ایران افغانستان ته ۴۶۰۰ لېتره قاچاق کېدونکي کیمیاوي مواد نیولي دي.
هغه واپه وروستيو دوو کلونو کې تر څلور لکه لیتره ډېر کیمياوي مواد له ايران څخه يوازې د افغانستان نيمروز ولایت ته د قاچاق کولو پر مهال نيول شوي دي.
د یاد مدیریت سرپرست عبدالکریم نیمرزوي وايي، دغه مواد اسيټايل کلورايډ کیمياوي توکي دي چې شمېر یې څلور زره او شپږ سوه لېتره ته رسېږي.
هغه زیاتوي، چې یاد توکي له ايران څخه افغانستان ته د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ګمرک مأمورينو ونيول.
د ده په خبرهو په پام کې وه چې له دې کیمياوي موادو څخه د هيروئينو او ښیښې په جوړولو کې کار واخيستل شي.
نوموړي وويل، دا کیمياوي مواد په ايران کې په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې د ګمرک تر قانوني پړاوونو تېرولو وروسته افغانستان ته راوړل شي.
اسیټایل کلورايډ هغه کیماوي مواد دي چې يوازې يې دولتونه د جوړولو امکانات لري او اکثره د نشه‌يي موادو، په تېره بیا هيروئينو او ښیښې په جوړولو کې کار ځینې اخیستل کېږي.
د نيمروز د ولايتي شورا غړي انتقاد کوي چې ايران افغانستان ته د غير قانوني صادراتو په برخه کې صادقانه مبارزه نه‌کوي او له امله یې افغانستان ته نشه يي توکي را انتقالېږي.
دوی وايي دا ډول غير قانوني صادرات د دې لامل شوي چې په دې ولایت کې د نشه‌يي موادو جوړول ډېر شي او ځوان نسل پرې رږدی شي.
د ملګرو ملتونو يوه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې د هيروئينو او ښيښې په جوړولو کې د پام وړ ډېروالی راغلی او د دې کار اصلي علت دا دی چې له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته کیمياوي مواد په قاچاقي ډول راوړل کېږي.
د دې راپور له مخې، د دې ډول نشه‌يي موادو ډېره برخه په هغو ولايتونو کې جوړېږي چې له ايران سره ګډه پوله لري.
په دې ولايتونو کې جوړ شوي نشه‌يي مواد په سلو کې له ۱۵ څخه نيولې بیا تر ۲۰ پورې د همدې هېواد له لارې اروپا او منځني ختيځ هېوادونو ته قاچاق کېږي.

Comments are closed.