الکساندر:تر اسرائیلو پاکستان ظالم ثابت کړ
خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د کانډا پخواني سفر کریسټوفرالکساندر یوځل بیا پر پاکستان سخت ګذارونه کړي او د اسرائیلو پاکستان په پرتلنه کې يې اسرائیل پر پاکستان غوره کړي.
نوموړي ویلي چې اسرئیلو د فلسطین په وړاندې جګړه بس کړه خو پاکستان به خپله نیابتې جګړه د افغانستان په وړاندې څه وخت دروي؟
د هغه له پرتلنې داسې ښکاري چې د اوس لپاره يې اسرائیل هم د نړۍ په کچه یو استبدادي رژیم دی بیاهم پر پاکستان غوره کړی ځکه پاکستان په ډیره بې شرمۍ او بې رحمۍ د تیرو څو لسیزو را په دې خوا په یوه ا بل نامه د افغانانو وژلو ته دوام ورکړی.
د کاناډا دې سفیر دا څو یم ځل دی چې د پاکستان د ناروا جګړې په هکله توندي څرګندونې کوي او له دې وړاندې يې په خپلو وروسستیو څرګندونو کې ویلي وو، چې امریکا ته په کار ده چې نور پاکستان را وګرځوي او مخه يې ونیسي.
دې کاناډايي ډیلپماټ له امریکا غوښتي وو، چې که په واقعت سره افغانستان کې سوله او امن غواړي او جګړه پای ته ورسیږي باید پاکستان نور په افغانستان کې له نیابتي جګړې راوګرځوي.
د پاکستان پر ضد تل الکساندر سنګر نیولی وي او پر اساسو شرایطو کې پر پاکستان سخت ګذارونه کوي خو پاکستان به هیڅکله تغیر ونه خوري چې تغیر ورنکړل سي.
پاکستان تغیرکوي؟
د افغانستان په مسله کې د سیمې یو شمېر هېوادونه او مهم شریکان یوځای سوي او په پاکستان يې سر خلاص سوی چې رښتیا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه داسې تړن د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي له مخې به له هغه وروسته دغه دواړه هېوادونه یو د بل په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
خو پر پاکستان باور دا دی چې دا هېواد به د موقع په وخت کې حتمي سرغړونه کوي ځکه نو دا هېوادونه باید له پاکستانه قوي ضمانت واخلي او مالومه کړي چې ترسره کړې هو کړې ته ژمن دی خو له دې څخه په اخوا صورت کې حتمي دا هېواد له خپلو ژمنو انحراف کوي او د افغانستان بر ضد به د خپلو ناسمو سیاستونو لړۍ بیا پیلوي.
Comments are closed.