The news is by your side.

پاکستان له ډاره د فلسطینیانو ملاتړ څخه پېښمانه سو

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې پاکستان پر هغه څه چې د فلسطینیانو په ملاتړ او اسرائیلو پر ضد یې ویلی پښېمانه سوی او ویلي يې دي چې له یهودیانو سره کومه ستونزه نلري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د اخ ډب او د یهودیانو سره د دښمنۍ په هکله لکه چې کوم څه ویلي وو، خو اوس هم قریشي او هم پاکستان پېښمانه دی چې دوی د یهودیانو پر ضد هيڅ هم نه دي ویلي.

کله چې د اسرائیلو او فلسطینیانو یو د بل په وړاندې جګړه پيل کړې نو د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون چارواکو او عامو خلکو د دې ظلم په وړاندې غندنې وکړې خو کله چې دوی د ځان په ګټه دا کار ونه لیده نو دستي يې اعلان وکړ چې موږ د فلسطینیانو ملاتړ نه کوو، او د یهودیانو په ضد مو کوم څه نه دي ویلي.

پاکستان به ولې پېښمانه سوی وي؟

اسرائیل د عربي  نړۍ په منځ کې پروت هغه هېواد دی له تیرو څو لسیزو راهیسې له فلسطینیانو سره جګړې کوي  او ظلمونه ورسره کوي چې یو شمېر اسلامي هېوادونو د اسرائیلو وروستي بریدونه پر فلسطینینانو وغندل خو هیڅ یوه اسلامي هېواد بیرته خپلې خبرې له ډاره وانه خیستې او پاکستان پر خپلو څرګندونو پېښمانه سو.

له اسرئیلو سره دامریکا نژدې اړیکې او ملاتړ ښايي د پاکستان د ډار سبب سوی وي او له خپلې پریکړې په شا سوی وي

پاکستان په ټولو پریکړو کې همداسې دوه مخی دی

د پاکستان له نوم سره دوه مخې توب تړلی او کله چې هرځای د پاکستان نوم اخیستل کیږي نو  ورسره دوه مخې پالیسي لازم او ملزوم کیږي ځکه دا هېواد هيڅ وخت ثابت قدمه پاتي نه سو او نه يې هم له نړۍ سره د یوې ښکاره او غوره پالیسۍ پر بنسټ اړیکې ټينګې کړې.

نن یوه کاناډايي ډیپلماټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې اسرائیلو پر فلسطینیانو جګړه و دروله خو پاکستان لاهم په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه نه ده درولې د نړۍ له دې قول سره پر پاکستان شک سته چې دوه مخی دی

Comments are closed.

koi finance