The news is by your side.

د پاکستاني مفتي نوې میرمن له ده سره ښار کې د موډلینګ جامو کې

خبریال ویب پاڼه/ د هغه پاکستان مفتیان چې په خپلو عادي خبرو کې هم خلک افغانستان کې  جهاد کولو ته هڅوي د خپلې شاګردې سره يې د څلورمې نکاح وروسته میرمن په داسې جامو کې چې هغه یوازې موډلې اغوندي بازار ته را ایستلې.

تقي لاهوري ویل کیږي نوموتی مفتي دي او ډیر کله په اسلام او دین کې هم مسلې کوي خو د دوی اصلي څیره همدا ده چې له خپلو زده کوونکو شاګردانو سره په دې نیت راشه درشه پیلوي.

که څه هم په اسلام کې د یوه نارینه لپاره څلور نکاحې وي روان دي خو یو مفتي چې  باید نورو خلکو ته اسلام شریعت او دین وښيي د خپلې نوې میرمنې سره د موډلینګ په شکل  بازار ته راوزي چې پر مهال يې یو شمېر غبرګونونه هم راپارولې.

په کویټه ښار کې میشت یو خبریال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي د استاد او شاګر د ترمنځ رشته پاکه او مقدسه وي پاکستاني مفتي له خپلې شاګردې سره څلورمه نکاکړې واده خو سم کار کاردی خو د یوه مفتی میرمن په داسې نمونه نمایش ته وړاندې کول بې حیايي بلل کیږي.

هغه ویلي د مفتي د میرمنې له جامو داسې ښکاري چې د قران پاک په ځای یې د ماډلنګ تعلیم ورکړی وي

د پاکستان دینی عالمان

د پاکستان د تش په نامه مفتیانو  همدا اصلیت دی همدا يې دین او اسلام ته ژمنتیا اما کله چې د ځانمرګو بریدونو جهاد او شهادت موضوع سي نو بیا د دوی  پر فتوا افغانان کافران او ورسره جهاد کول فرض دي.

د پاکستاني مفتیانو دا کار ډیر عادي دی له دې  وړاندې هم یو شمېر پاکستاني مفتیانو د خپلو جنسي او غیري اسلامي خواهشاتو له کبله ډمو او ډم خانو ته تللی او له هغه ځایه یې ویډیوګانې خپرې سوې.

پر ټولیزه توګه د پاکستان په کچه هر د دین په نوم عالم له استخباراتي ادارې ای ایس ای سره کار کوي او د هغوی د پالیسۍ سره سم د دین له ادرسه پر خلکو او هېوادونو باندې د جهاد په نوم جګړې تپي.

تر دې وړاندې او وروسته د پاکستان له لوري د جهاد د فتوا ورکوونکو  او د اسلام په نوم د مدافعینو همدا اصلیت دی او وي به

Comments are closed.