The news is by your side.

د ترکیې کنفرانس، ګټورې بین لافغاني خبرې او د طالبانو شرطونه

خیبریال ویب پاڼه/ د افغان سولې په هکله د ترکیې کنفرانس تمه وه چې جنوري کې جوړ سي خو د طالبانو نه ګډون د دې لامل سو چې دا کنفرانس وځنډیږي خو اوس چې طالبان دې کنفرانس کې ګډون کوي ولې بیاهم د دې کنفرانس جوړیدو لپاره څه نه دي سوي؟

د ترکیې کنفرانس ولې نه جوړیږي؟

تمه وه چې د جنوري په ۲۴ نېټه د سولې په تړاو دا مهم کنفرانس جوړ سي خو له ځنډیدلو وروسته وویل سول چې له اختره وروسته به دا کنفرانس جوړیږي خو دا چې د اختر لسمه ده تراوسه پوري د ترکیې کنفرانس د برخلیک په مورد څه نه دي ویل سوي.

که څه هم تر اوسه پوري مالومه نه ده چې په دې تړاو اصلي خبره چا کې ده او څوک ګرم دي چې دې کنفرانس ته یې خنډ پیښ کړی خو څرګنده نه ده طالبانو یوازي د سرچینو پر مټ تراوسه مالومه سوې چې دې کنفرانس ته حاضر دي ترڅو پکښي ګډون وکړي دولت د یوه واحد نظر د راټولو لپاره د یوې عالي شورا په جوړولو بوخت دی هغوی ویلي چې د دولت عالي شورا جوړوي ترڅو چې یو واحد نظر رامنځ ته سي.

د دولت عالي شورا به جوړه سي طالبانو ویلي هر چا سره ځانته خبرې نه سي کولای دوی ویلي دولت او سیاسون دي یو واحد نظر غوره کړي، دولت هم ویل کیږي په همدې بوخت دی ترڅو واحد نظر او یوه باصلاحیته شورا ولري.

د طالبان ګډون او ګټورې بین الافغاني خبرې

تمه ده چې طالبان به ډیر ژر د ترکیې کنفرانس کې  د ګډون په موخه خپل دریځ اعلان کړی او ګټورې بین الافغاني خبرې به بيل سي، یو شمېر سرچینې وايي چې طالبانو سره د ترکیې کنفرانس مالومات شریک سوي او د چمتوالي لپاره کابل کې د چین، امریکا، افغانستان پاکستان ډیپلماټان غونډه هم کوي.

د طالبانو شرایط که څه هم د نړیوالو ځواکونو د وتلو د پروسې پیل سوی خو ښايي له تورلیست څخه یې د مشرانو د نومونو لیري کول او د ۷ زره زندانیانو د خوشي کولو يې له اساسي شرایطو څخه وي.

ویل کیږي پر داسې یوه بې طرفه حکومت جوړولو به بحث وسي چې پر طالبانو تحمیل نه بلکې د هغوی سهم پکښي مالوم وي

Comments are closed.