The news is by your side.

امریکا کې د سپېنې ماڼۍ مخته د افغان جګړې خلاف لاریون وشو

خبریال وېبپاڼه / لسګونه افغانانو په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی او غواړي چې په هېواد کې روانه نیابتي جګړه پای ته ورسول شي او ښکېل هېوادونه خپل اساسي رول پکې ولوبوي. 

 دوی چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول په خپلو خبرو کې یې ویل چې پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا دي او باید دا جګړه ختمه کړل شي.

د لاریون کوونکو په خبره افغانان نور په خپله خاوره کې د پردیو نیابتي جګړه او نظامي سیالۍ نه غواړي او د نړیوالو مسوولیت دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

دوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی هم وکړ خو تر څنګ یې ددې غوښتنه کوله چې د سرتېرو د وتلو دا لړۍ باید مسوولانه وي.

لاریون کوونکو پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس په سر شي او په دې توګه پردیو ته د جګړې برابره شوې زمینه له منځه یوسي.

هغوی زیاته کړې چې طالبانو د پردیو ګټو لپاره افغانستان کې روانه جګړه ګرمه ساتلې او غواړي د سیمې هېوادونو موخې دلته تعقیب کړي، چې نور باید په هېڅ صورت اجازه ورنه کړل شي.

که څه هم افغانانو له امریکا او د سیمې هېوادونو غوښتي چې افغان جګړه پای ته ورسوي، خو دغه هېوادونو تر اوسه د افغان سولې او جګړې په برخه کې څومره چې لازمه ده، په هغه اندازه مثبت رول نه دی ادا کړی.

دوی غواړي د دې جګړې له لارې خپلې ګټې خوندي کړي او په یو ډول افغانستان د سیمې هېوادونو د رقابتونو میدان کړي.

خو د دې هر څه ترڅنګ ښه خبره دا ده چې افغان ولس اوس پوه شوی او هېڅلکه به نور د بهرنیو په غلوونکو ژمنو او ناوړه کړنو غلط نه شي او پخپله به د هېواد د ابادي لپاره مټې رانغاړي.

Comments are closed.