The news is by your side.

پاکستان دې د طالبانو له مالي ملاتړه لاس واخلي؛ نور جګړه درېږي

خبریال وېبپاڼه / که څه هم له پاکستان څخه د افغان سولې په برخه کې د خیر تمه کول د مرغۍ پۍ دي، خو بیا هم که پاکستان د سولې په برخه کې خپل رښتینی رول ادا کړي، نه یوازې دا چې جګړه به ودرېږي، بلکې د طالب ریښې به هم وچې شي. 

په دې په کور دننه او دباندې هم وخت ناوخت څرګندونې کېږي او اوس بیا د امریکا مشهورې رسنۍ په دې اړه تبصره کړې ده، دا ځکه چې په افغانستان کې د رښتینې سولې د راتلو په موخه په لومړي ګام کې اړینه ده، چې پاکستان دې د طالبانو له ملاتړ څخه راوګرځول شي.

د امریکا مشهورې رسنۍ ایپاک ټایمز تحلېل کوونکو ویلي، چې افغانستان کې روانه جګړه د سیمې هېوادونو رښیتنې همکاري ته اړتیا لري او باید په دې برخه کې خپل رښتینی رول ادا کړي.

نوموړیو د پاکستان تر څنګ ایران او قطر هېوادونو ته په اشاره ویلي، چې یاد هېوادونه دې د طالبانو له مالي او تسلېحاتي ملاتړ لاس واخلي او خپلې رښتېنې هڅې دې وکړي، څو جګړه ختمه کړل شي.

د دوی په وینا، که څه هم له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو پروسه روانه ده، خو که یاد هېوادونه د طالبانو له ملاتړ لاس وانخلي؛ نو بیا به هم افغانستان کې د سیمه ییزو هېوادونو سیالي روانې وي.

دوی زیاته وایي، چې طالبان دې د جګړې پر ځای سیاسي هلې ځلې پیاوړې کړي، چې سولې ته ورسېږي او هم په واک کې شریکان شي، چې دا د ټولو غوښتنه او سولې ته د رسېدو لار ده.

دغه راز تېره ورځ افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر پر پاکستان یو ځل بیا نیوکه کړې وه، چې افغانستان کې دې خپلې نیابتي جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي طالبانو ته په اشارې ویلي و، چې اسرایلو له فلسطین سره اوربند وکړ؛ خو طالبان لا هم افغان وژنې ته دوام ورکوي او اوربند ته غاړه نه ږدي.

که څه هم له پاکستانه د سولې په برخه کې د همکاریو تمه کېږي، خو د دغه هېواد په نیت لا هم شک پکار دی او نه باید داسې تم ترې وشي، چې هوډ یې نه لري او موخه یې یوازې خپلې ګټې پالل وي.

Comments are closed.

koi finance