The news is by your side.

کرزی طالبانو ته په قهر سوی، او ویلي يې پاکستان اوس هم بمونه او وسلې  را لیږي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د جګړې په هکله خو پر پاکستان هر وخت د یوه تمویل کوونکې او ملاتړ کوونکې تور سته خو اوس د دې جګړې لامل امریکا هم بلل سوې او ویل سوي چې د جګړې ملاتړ يې کاوه.

د افغانستان مخکني ولسمشر  حامد کرزي د افغان جګړې امریکا او پاکستان پر ناسمو پالیسیو تازه څرګندونې کړې او دواړه هېوادونه یې تورن کړي چې د افغانستان په دې اوږده جګړه کې  رول لري.

حامد کرزي ویلي امریکا له تیرو ۱۹ کلونو نظامي ماموریت را په دې خوا افغانستان کې  په مستقیمه او یاهم غیري مستقیمهم توګه د افغان جګړې د دواړو لورو ملاتړ کړی.

د هغه په خبره امریکا د خپل جنګي ماموریت په دوام له افغان دولت سره مرستې کولې خو په ورته وخت کې يې له پاکستان سره هم چې د طالبانو لوی ملاتړ کوونکی وو، مرستې کولې.

هغه  د امریکا نظامي او هوايي بریدونو په اشارې سره ویلي امریکا په افغانستان کې د خپلو هوايي بریدونو په ترڅ کې افغان کورونه او کلي لاهم وران کړي دي

کرزي د خپلو څرګندونو پر دوام پاکستا اوس هم په مستقیم ډول سره د افغانستان په جګړه کې ښکېل وباله او زیاته يې کړه چې دا هېواد اوس هم د جګړې کولو لپاره افغانستان ته وسلې اوبمونه رالیږي.

د افغانستان مخکني ولسمشر  حامد کرزي روانه جګړه یوازي د پاکستان د ګټو جګړده بللې او له نړیوالو یې وغوښتل هرڅومره چې ژر کیږي باید دا جګړه پای ته ورسول سي.

تر دې وړاندې او وروسته حامد کرزي دا لومړی ځل دی چې د پاکستان په وړاندې دومره جدي  دریځ غوره کوي او په دې يې تورن کوي چې د افغان جګړې ملاتړ کوي کرزي دې هېواد ته په پیغام کې ویلي په جګړه او وژلو خپلو موخو ته نه سئ رسیدلی او افغانان به د هرډول دسیسو په وړاندې و دریږي.

کرزي په افغانستان کې روانه جګړه پردې بللې او پر افغانانو يې د یوالي او متحد کیدلو ږغ کړی ده له طالباونو هم غوښتي چې په افغانستان کې د پردیو دګټو لپاره نه جنګیږي او له جګړې کولو دي لاس واخلي دا لومړی ځل دی چې کرزی نوې او جدي څرګندونې کوي.

Comments are closed.