The news is by your side.

د نړۍ له رهبرانو د خان غوښتنه

خبریال وېبپاڼه / په دې کې شک نشته چې د افغان جګړې دوام نور ټول افغان ولس په تنګ کړی دی او په یو ډول یې پای ته رسول غواړي. 

په دې لړ کې نه یوازې د ټولنې بېلابېلو اقشارو خپل غږ اوچت کړی دی، بلکې افغان حکومت او د اسلامي نړۍ یو شمېر علماوو هم له ښکېلو اړخونو غوښتي چې نور دې جګړه پای ته ورسوي.

اوس تازه د کرکیټ نړۍوال ستوري راشد خان د نړۍ له رهبرانو د سولې په اړه خپله غوښتنه مطرح کړې ده.

راشد خان په یوه ټوېټ پیغام کې د نړۍ له رهبرانو غوښتي چې افغانستان او سیمې ته د سولې په راوستو کې رښتینې هڅه وکړي، څو جګړه ختمه او افغانان د ارام ساه واخلي.

ده ویلي چې د افغان جګړې هره ورځ دوام د عامو افغانانو د وینو قیمت دی او باید په یو ډول نه یو ډول ودرول شي.

 نوموړي ویلي چې سیاستوال نه دی، خو هغه افغان دی چې په جګړو کې لوی شوی دی او په دې پوهېږي چې ماشومان له جګړو څومره ځورېږي او څومره یې ژوند تریخ دی.

دده په خبره ((زه سیاستوال نه یم، خو په جګړه کې را لوی شوی یم، له جګړو د ماشومانو په وېره پوهېږم. زه دا هر څه نه شم زغملی)).

راشد خان داسې مهال د سولې په اړه د نړۍ له رهبرانو خپله غوښتنه مطرح کوي، چې د کوچني اختر د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته بیا جګړو زور اخیستی دی.

طالبانو یوازې نه یوازې دا چې جګړه نه ده کراره کړې، بلکې نور یې هم شدت ورکړی دی.

Comments are closed.

koi finance