The news is by your side.

پیټرییس: طالبان سوله ییز  حل ته لیواله نه دي

خبریال ویب پاڼه/ افغانستان کې د امریکايي پوځيانو پخواني قوماندان جنرال ډیویډ پیټرییس په خپلو تازه څرګندونې کې د افغانستان د راتلوونکې په هکله اندېښنه ښودلې او پر طالبانو یې بې باوري څرګنده کړې.

هغه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې  طالبان د جګړې لوری غوره کوي او یوې داسې  موافقې ته چې معنی داره تل پآتي او د تائید ور وي ترڅو له مخې يې واک په ډیپلماټیکه توګه وویشل سي لیواله نه دي او نه یې غواړي

دا امریکايي جنرال طالبان په خپلو موخو کې بریالي او هدف ته رسیدلي بولي د ده له انده طالبانو چې څه غوښتل په لاس يې راوړل چې هغه يې له زندانانو د مشرانو او نور زندانیانو خلاصون ځکه نور به جګړه کوي.

په ورته وخت  کې د ده په څرګندونو کې  د امریکايي  ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي سوي که څه هم افغان ځواکونه پياوړي دي خو  ده په افغانستان کې د یوې کورنۍ جګړې د پیل کیدلو خبرداری هم ورکړ.

د ده له انده ښايي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله پښېماني رامنځ ته سي ځکه چې دا هېواد به له کورنیو جګړو وروسته یوځل بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل سي.

ده په لنډه توګه د افغان ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې دا ځواکونه لاهم سلا مشورو ته اړتیا لري ترڅو يې باید ملاتړ سوی وي.

د افغان ځواکونو ملاتړ؟

تراوسه پوري امریکا او تیره ورځ ناټو وویل چې د سرتیرو وتلو وروسته غواړي چې د افغان دولت سره د اړیکو نوی فصل پرانیزې او پر مټ به یې ورسره مرستې وکړي چې په لومړیو شرایطو کې يې د افغان ځواکونوتجهیز او اکمال وو، او په نورو برخو کې يې د افغان دولت سره د همکاریو ژمنې وې.

د ناټو دا کار د افغان دولت له هرکلی سره مخ سو، افغان دولت وایي چې ځواکونه يې په یوازي سره کولای سي چې د هېواد او خلکو څخه ساتنه وکړي افغان ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په سلو کې ۹۰ سلنه او یاهم زیاته برخه عملیاتونه اوس مهال افغان ځواکونه مخ ته وړي چې پرمهال يې بریالي هم دي او کولای سي چې نور پرمختګ هم وکړي

Comments are closed.