The news is by your side.

د روسیې او امریکا ترمنځ کړکیچ بندیزونه او خطرونه

خبریال ویب پاڼه/ روسیه او امریکا د نړۍ په کچه ابر قدرت او تر ټولو لوی سیال هېوادونه دي چې د ځمکې پر مخ اوبو او فضا کې د یو د بل په سیالۍ کې کوښښ کوي چې وړاندې ولاړ سي.

د داوړو هېوادونو ټکر

که څه هم د دواړو هېوادونو لوړ پوړي مسؤلین کوښښ کوي حالات عادي وساتي خو داسې نه کیږي هره ورځ د دواړو هېودونو ترمنځ کړکیچ زیاتیږي او امریکا پر روسیه یو شمېر بندیزونه هم لګولي .

تراوسه پوري د نورو بندیزونو ترڅنګ امریکا په یوه نوي اقدام کې د روسیې هېواد ۱۳ تر ټولو سترې  بیړۍ په تور لیست کې شاملې کړې.

امریکا په خپلو څرګدنونو کې ویلي پر دوی تور دی چې د سټریم ۲ ګازو شرکت سره يې همکاري کړې امریکا په خپلو دې بندیزونو کې د ۱۳ لویو بیړیو ترڅنګ درې بنسټونه هم په تور لیست کې شامل کړي.

روسي سټریم ۲  ګازو شرکت کړنې امریکا د اروپايي ټولنې د هوکړو خلاف يې بولي ځکه يې پرې بندیزونه لګولي دا شرکت د سمندر له لارې جرمني ته د روسیې ګاز په مستقیمه توګه لیږدوي.

په ورته وخت کې روسیې د دې بندیزونو په هکله څه نه دي ویلي خو د ګازو د نل لیکې چارو ته اداه ورکوي او دا نل لیکه د امریکا او جرمني د هوکړي په رڼا کې  چارې ترسره کوي.

د داړو هېوادونو ترمنځ اړیکي

امریکا یوازي څو میاشتي مخکې د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې تر اوس نسبتا ښې او ارامې اړیکې له روسیې سره درلودې خو کله چې بايډن ته واک وسپارل سو نو د بایډن لومړی ګذار هم پر روسیه وو، او له هغې ورځې را په دې خوا بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ په حتمي شکل یوه ستونزه مجوده سوې او اړیکي یې عادي حالت ته نه دې تللې.

که څه هم  په دې وروستیو کې دامریکا ولسمشر جو بایډن کوښښ وکړ چې له روسیې سره بیرته خپلې اړیکې و رغوي خو داسې فکر کیږي چې د روسیې غیري علاقه او مخالفت د بایډن د دې کار مخه ونیوله امریکا د روسیې خلاف هر وخت قدمونه اوچت کړي خو تراوسه پوري روسیې د امریکا خلاف کوم کار نه دی ترسره کړی

Comments are closed.

koi finance