پاکستاني طالبانو پاکستاني پوځیان ژوبل کړي
خبریال وېبپاڼه / د پاکستان د طالبانو تحریک ډلې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستانی پوځیانو برید کړی، چې په پایله کې یې د دوی درې عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یاد برید مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک ډلې ویاند محمد خراساني منلی دی.
په یاد برید کې د وژل شوی عسکر عمر دزار نومېده، چې د پنجاب د جهنګ سیمې اوسېدونکی و.
خراساني ويلي، چې تر هغو به د پاکستان پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، چې په یاد هېواد کې اسلامي نظام نه وي تطبیق شوی.
دغه راز د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کې د دوی پر پوځیانو برید تاییدوي؛ خو طالبانو د تحریک د ادعا په اړه یې تر اوسه څه نه دي ويلي.
څو ورځې مخکې هم پاکستاني طالبانو پاکستاني پوځیانو باندې برید کړی وو چې ګڼ یو شمېر کسانو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې وه.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیانو باندې د پاکستاني طالبانو له لوري برید کېږي، بلکې وخت ناوخته پرې برید کوي او خبلې مبارزې ته یې دوام ورکړی دی.
دوی غوښتنه کوي چې پاکستان باید له غربي قوانینو تېر شي او اسلامي قوانین عملي کړي، خو د پاکستان حکومت بیا هم د دوی په دغو غوښتنو سره نه خوږوي او خلاف عمل کوي.
د پاکستان یو غم نه دی، له بلې خوا بلوڅ ملتپالو هم د دوی پر ضد توره تېره ساتلې او وخت ناوخته بریدونه پرې کوي، چې تېرو څو کلونو کې یې زرګونه پوځیانو ته پکې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلوڅ ملتپال پر ازادۍ ټینګار کوي او وايي چې تر هغو پورې به د پاکستاني پوځ خلاف وسله واله مبارزه کوي څو چې یې ازادي نه وي اخیستې او بلوچستان یې نه وي ازاد کړی.
Comments are closed.