The news is by your side.

روان کال به هېواد کې ۵.۱ میلیون ټنه غنم تولید شي

خبریال وېب پاڼه/ د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي په روان کال کې به په ټول هېواد کې٥,۱ میلیون ټنه غنم تولید شي.

افغانستان په یوه کال کې ۶,۵ ټنه غنمو ته اړتیا لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د دغه وړاندوینې له مخې افغانستان په روان کال کې ۱.۴ تر ۱.۵ میلیون ټنو پورې غنمو واردولو ته اړتیا لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، ډېر غنم به سږ کال د هیواد په سویل په ځانګړې توګه هلمند کې ترلاسه شي.

نوموړی وایي دولت په پام کې لري چې سږکال د بزګرانو غنم وپیري او په خپلو ستراتیژیکو زیمو کې یې د بېړنیو حالاتو له پاره زېرمه کړي.

د کرنې وزارت د معالوماتو له مخې د دغه وزارت په ستراتیژیکو زیمو کې اوس ۲۴ زره مټریک ټنه غنم شته.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د هند ۷۵ زره مټریک ټنه مرسته شوي غنم د دغه وزارت ستراتیژیکو زېرمو ته د لېږدولو په حال کې دي.

رستمي وايي ولسمشر غني پرخلکو د دغه غنمو د وېش بهیر پيل کړی چې یوه بله دولتي اداره یې د وېش چارې پر مخ وړي.

تېرکال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وچکالي وه، چې د دغه هېواد شاوخوا ۱۹ ولایتونه یې ځپلي وو.

افغانستان هر کال د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکي له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او د منځنۍ اسیا له یو شمېر هیوادونو څخه واردوي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اټکل له مخې په افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتېدو له امله به بل کال ته دا هیواد د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت کم غنم وارد کړي.

څه موده مخکې هند څه باندې ۵ زره مټریک ټنه غنم افغانستان ته واستول.

په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت ویلي چې هند یکشنبه د څه باندې پنځه زره مټریک ټنه غنمو لومړنۍ محموله افغانستان ته واستوله.

د افغانستان سفارت شارژدافیر طاهر قادري په خپل ټویټر لیکلي چې هند د افغانستان د هر وخت ملګری دی، هند د ۷۵ زره مټریک ټنه مرسته کېدونکو غنمو له ډلې د پنځه زره او ۲۲ مټریک ټنه غنمو لومړنۍ محموله د افغانستان په لور ولېږله.

تېر کال هم هند له افغانستان سره د ۱۱۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې وه چې په څو پړاوونو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance