The news is by your side.

ناټو زيری ورکړی چې افغان ځواکوه پیاوړي او د هېواد امنيت نيولی سي

خبریال ویب سایټد امريکايي او ټولو بهرنيو ځواکونو وتلو وروسته داسې ګنګوسې وې چې افغان ځواکونه به ونه سي کړای چې د هېواد د‌ امنيت د خونديتوب لپاره کار وکړي خو اوس ناټو دې اندېښنو ته ځواب ويلی.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولتنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې د افغان ځواکونو ستاینه کړې او ويلي يې دي چې دا ځواکونه به په پوره وړتيا سره د هېواد ځو خلکو ساتنه وکړي.

نوموړي يو ځل بيا د خپلو همکاریو د دوام په ټينګاړ کولو سره وويل چې ناټو به د ملکي متخصصينو په ګمارلو سره له افغان دولت سره خپلو همکاريو دوام ورکړي.

هغه د خپلو ژمنو په پام کې نيولو سره وويل له دې سره چې دوی له حکومت سره همکار يو او مرستو ته ژمن دي نو همداسې به د افغان ځواکونو تجهيز او مرستو ته هم پاملرنه وکړي.

سټولتنبرګ وويل چې د سولې په برخه کې هم متعهد دي او ټولې ژمنې به عملي کوي.

هغه وويل چې افغان ځواکونه ټولو ګواښونو ته ځواب ويلی سي.

افغان ځواکونه په دې وروستيو کې په سختو جګړو کې ښکیل سوي او د خلکو هېواد په وړاندې د هر خطر لپاره ځواب ويوونکي دي.

افغان ځواکونو هلمند بغلان او لغمان کې وښوده چې پيلوړي دي او له خپل هیواده دفاع کولای سي.

ناټو تر دې وړاندې په خپلو ژمنو کې ويلي وو چې تر ۲۰۲۴ کال پوري به هر کال څلو ميليارده ډالړ افغان ځواکونو ته ورکړي تر څو هغوی پرې خپله اړتياوي پوره او تجهيز سي.

په ورته وخت کي امريکا هم د مرستو ټټر وپلی او په نژدې راتلونکي کې به افغان ځواکونو سره د نوي فصل له لارې همې او حياتي مرستې وکړي

خو په يو شمېر. ولايتونو کې د جګړې شدت خلک اندیښمن کړي او غوښتنه کوي بايد د سولې لپاره هم کار وسي او د سولې وروستۍ موقع څخه بايد غوره استفاده وسي.

طالبان په خپل تازه دريځ کې ويلي چې د ترکيې کنفرانس ګډون کوي خو د دې ګډون لپاره يې درې ماشومانه شرطونه هم وړاندې کړي چې پر مهال يې يو شمېر غبرګونونه هم له ځان سره لرل طالبان د خپلو شرطونو له مخې داسې ښکاره کوي چې نه غواړي د سولې خبري پرمختګ وکړي

Comments are closed.