The news is by your side.

پاکستان وايي، د محب خبرو خواشیني کړي یو، نور له ده سره اړیکې نه پالو

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د پاکستان په اړه په څرګندونو کې تل افغان چارواکو د محافظه کارۍ دود کارولی دی او د افغانستان د دغه ازلي دښمن په اړه یې داسې رښتینې خبرې نه دي کړې چې رښتینی انځور یې وي، خو ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دې وروستیو کې د پاکستان په اړه سپینې او بېسارې څرګندونې کړې دي.
ډاکټر حمدالله محب د کوچني اختر په ورځ ننګرهار کې یوې لویې غونډې ته په خبرو کې پر پاکستان توند ورغی او داسې څرګندونې یې وکړې چې پاکستان یې له چا د اورېدو تمه نه درلوده.
محب پاکستان څرګند دښمن وباله او زیاته یې کړه چې هېڅ وقار او عزت نه لري او یوازې د خپلو ګټو د پاللو لوبه چلوي، چې نور چاته د منلو وړ نه ده.
که څه هم پاکستان د یادو څرګندونو څو ورځې وروسته د محب خبرې بې بندوباره وبللې خو اوس یې په دې اړه افغان حکومت ته د خپلې خواشینۍ پیغام استولی دی.
د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له دې وروسته له حمدالله محب سره ديپلوماتیکې او رسمي اړیکې نه پالي او په سیاسي پرېکړو کې یې حضور نه مني.
پاکستاني لوري همدا راز د هغه خبرې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصولو خلاف بللې دي.
پاکستاني سرچینې وايي چې په دې اړه جنرال باجوه هم خپله ګیله ولسمشر غني ته رسولې ده.
هم ملامت هم سلامت
که څه هم د محب او ولسمشر غني له لوري د پاکستان په اړه وروستۍ څرګندونې له رښتیا پرته بل څه نه دي، خو دغه هېواد یې په ځان نه راوړي او بیا هم افغان چارواکي ملامت ګڼي.
دغه هېواد چې کلونه یې دلته نیابتي جګړه د طالب جګړه مارو په مرسته روانه ساتلې ده، د خپلو هغو ناروا کړنو په اړه سوچ نه کوي چې طالب اورپکي یې دلته ترسره کوي، بلکې د افغان چارواکو رښتینی نظر لا بد پرې لګېږي.
اوس افغان حکومت ته هم پکار ده چې غوڅ ځواب ورکړي او ور یاده یې کړي چې افغانستان نور پخوانی هېواد نه دی او که اړیکې ورسره پالل کېږي، درناوی یې کوو او که یې څوک نه ورسره پالي، په کیسه کې یې هم نه دي.

Comments are closed.