The news is by your side.

باجوه ولسمشر ته ګیله کړې څنګه ګیله؟

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په دې وروستیو کې د ننګرهار ولایت ته په سفر کې د خپلو څرګندونو کې په ترڅ کې پر پاکستان هېواد سختې نیوکې وکړې او هغه په افغانستان کې په لاس وهلو او جګړو مارو د ملاتړ په تور تورن کړی.

پاکستان د محب په وړاندې هغه مهال هم غبرګون وښود خو اوس يې په خپل نوي رسمي دریځ کې ویلي چې نور به له محب سره کار ونلري، دوی ځان پر خفه توب اچولی او ګیلې يې کړې.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی نور د افغانستان د ملي امینت سلاکار حمد الله محب سره ډیپلماټیکي او رسمي اړیکي نه پالي همدارنګه دوی ویلی چې د ملي امنیت سلاکار حضور په سیاسي پریکړو کې هم نه مني.

پاکستان د محب د څرګندونو په هکله ویلي دا ډول څرګندونې د دولتتو ترمنځ د اړیکو او اصولو خلاف دي ځکه نو ښايي پاکستان په وړاندې همدا غبرګون ښودلی وي.

په ورته وخت کې ویلي سوي د حمد الله محب د څرګندونو په هکله پاکستاني لوی درستیز جنرال قمر باجوه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته هم ګیله کړې.

حمد الله محب د تیرو څلورو لسیزو جګړې تر شا د پاکستان لاس بللی او ویې ویل چې پاکستان او سیاسون يې دوه مخې دي او په نوري سختې نیوکې يې هم پرې وکړې.

پاکستان له افغانستان سره په تیرو څلورو لسیزو

پاکستان د خپلې دوه مخې بهرنۍ پالیسي پر مټ په افغانستان کې نیابتې جګړه پیل کړې او تل په دې هېواد کې د جګړه مارو ډلو تجهیز او تمویل کوي چې له امله يې هر وخت افغان سیاسونو د محب غوندي نیوکې  کړې دي.

پر پاکستان ولې یوازي د محب خبرې بدې ولګېدې

تردې وړاندې او اوس یو شمېر افغان سیاسي څیرو او چارواکي تر محب هم پر پاکستان توندې نیوکې کړې او غوښتې يې دي چې دا هېواد باید ځان اصلاح کړي چې په دې کتار ولسمشر او پخوانی ولسمشر هم راځي خو پاکستان يې په هکله هیڅ غبرګون نه دی ښودلی محب د افغانستان ځوان سیاستوال او هرڅه چې وايي هغه له زړه هم همدا خبره ده او پر ولاړ دی

Comments are closed.