The news is by your side.

“طالبان د سولې نیت نه لري، غواړي جګړه اوږده کړي”

خبریال وېبپاڼه/ وسله والو طالبانو تر بل هر وخت جګړې ته زور ورکړی دی او په دې اړه د نړۍوالو بنسټونو ترڅنګ افغان چارواکو او عامو خلکو هم خپل غږ اوچت کړی دی.

طالب ډلې د سولې خبرو سره همماله او د ولس له پرله پسې غوښتنو سره سره بیا هم تاوتریخوالی کم نه کړی او د هېواد ګوټ ګوټ کې یې د جګړې اور تود ساتلی دی.

که څه هم له وخته د سولې په راتګ کې د طالبانو په نیت شک موجود و، خو اوس د سولې خبرو اترو افغان لوري یو ځل بیا ویلي چې طالبان د سولې اراده نه لري او د جګړې دوام غواړي.

دوی وایي طالبان لا هم د جګړو له لارې واک ته پر رسېدو ټینګار کوي او د همدې لپاره یې ځان شا ته ایستلی دی او جګړه یې روانه ساتلې ده.

دغه پلاوي غړی حفیظ منصور وایي طالبانو د راتلونکې حکومت د څرنګوالي په اړه ددوی یو وړاندیز هم نه دی منلی خو ټینګار کوي چې دوی د بشپړ اسلامي حکومت غوښتونکي دي.

 دده په خبره طالبان په دې باور دي چې د جګړو له لارې باید واک ته ورسېږي او وروسته تر هغې په خپله خوښه حکومت جوړ کړي.

هغه زیاته کړې چې مشارکتي حکومت جوړول د ټولو اړخونو په ګټه دی او طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړو دوام او نظامي فشار دوی بریا ته نه شي رسولی.

د سولې مذاکراتي پلاوي غړي پر طالبانو غږ کوي چې د خبرو له لارې دې هرې ستونزې ته د پای ټکې کېږدي، څو تل پاته سوله تامین او نور د ناولې جګړې ټغر ټول شي.

لا مالومه نه ده چې طالبان به د سولې جدي خبرې پیل کړي او که نه، خو د دغې ډلې په نیت شک له اوله موجود و.

Comments are closed.